د خزانې وزارت د 14 مياشتو موده كښې ماركيټ او سټيټ بانك ته واجب الادا 3654 اربه روپۍ ملكي قرضه له ټاكلي وخت څخه وړاندې ادا كړه۔خرم شهزاد

اسلام آباد۔30 جنوری(اے پی پی)د خزانې وزير صلاحكار خرم شهزاد وئېلي دي د خزانې وزارت د 14 مياشتو موده كښې ماركيټ او سټيټ بانك ته واجب الادا 3654 اربه روپۍ ملكي قرضه له ټاكلي وخت څخه وړاندې ادا كړه۔ په اېكس جاري خپل بيان كښې ده ووئيل د 14 مياشتو په موده كښې د خزانې وزارت ماركيټ او سټېټ بانك ته واجب الادا 3654 ارب روپۍ ملكي قرضه له مقرر …

اسلام آباد۔30 جنوری(اے پی پی)د خزانې وزير صلاحكار خرم شهزاد وئېلي دي د خزانې وزارت د 14 مياشتو موده كښې ماركيټ او سټيټ بانك ته واجب الادا 3654 اربه روپۍ ملكي قرضه له ټاكلي وخت څخه وړاندې ادا كړه۔ په اېكس جاري خپل بيان كښې ده ووئيل د 14 مياشتو په موده كښې د خزانې وزارت ماركيټ او سټېټ بانك ته واجب الادا 3654 ارب روپۍ ملكي قرضه له مقرر وخت نه وړاندې ادا كړې ده۔د زيارت په ورځ سټېټ بانك ته 300 ارب روپۍ ادا كړې شوې۔ ده ووئيل په دسمبر 2024 كښې 1000 ارب روپۍ٬په جون 2025 كښې 1160 ارب روپۍ٬په اګست 2025 كښې 1160 ارب روپۍ٬په اكتوبر 2025 كښې 200 ارب روپۍ٬ په دسمبر 2025 كښې 494 ارب روپۍ او د روان كال په جنورۍ كښې د 300 ارب روپۍ قرضه ادا كړې شوه۔ د زيارت په ورځ له ادائيګۍ څخه وروستو د روان مالي كال جولائي نه تر جنورۍ موده كښې 2150 ارب روپۍ له خپل ټاكلي وخت څخه وړاندې ادا كړی شوې دي كوم چې د تېر مالي كال په مقابله كښې 44 فيصده زياتې دي۔ ده ووئيل د قرض حجم نزدې 5500 ارب روپو څخه كمېدو سره 300 ارب روپۍ پاتې شوې دې كوم قرض چې په كال 2029 كښې ادا كول و هغه څو كاله وړاندې ادا كړی شو۔

مزید خبریں