لاهور۔29جنوری(اے پی پی) پاكستان په درې مېچونو مشتمل د ټي 20 سيريز په اولني مېچ كښې د صائم ايوب د آل راؤنډ كاركردګۍ له امله آسټريليا ته په 22 رنز ماتې وركړه۔ د زيارت په ورځ په قذافي سټيډيم لاهور كښې شوي مېچ كښې د 168 رنز مجموعي هدف په دفاع كښې غوره باؤلنګ وكړو او كېنګروز يۍ په ټاكلې 20 اوورز كښې د 8 وكټونو په زيان تر 146 …
پاكستان آسټريليا ته په 22 رنز ماتې وركړه ٬ د صائم ايوب آل راؤنډ كاركردګي

مزید خبریں
لاهور۔29جنوری(اے پی پی) پاكستان په درې مېچونو مشتمل د ټي 20 سيريز په اولني مېچ كښې د صائم ايوب د آل راؤنډ كاركردګۍ له امله آسټريليا ته په 22 رنز ماتې وركړه۔ د زيارت په ورځ په قذافي سټيډيم لاهور كښې شوي مېچ كښې د 168 رنز مجموعي هدف په دفاع كښې غوره باؤلنګ وكړو او كېنګروز يۍ په ټاكلې 20 اوورز كښې د 8 وكټونو په زيان تر 146 رنز محدود وساتل۔ د مېچ اتل صائم ايوب اول ښه بېټنګ او بيا ښه باؤلنګ سره د مېچ په ګټلو مهم كردار ترسره كړو۔ آسټریلیا خپل اننګز تندۍ سره پېل كړو په دوه اوورز كښې میتھیو شارټ او لنډ مهاله كپتان ټریوس هیډ سكور 21 ته ورسولو۔ بياهم صائم ايوب په دويم اوور كښې میتھیو شارټ ته د پوېلين لاره اوښودله او بيا يۍ ټریوس هېډ هم آؤټ كړو چا چې په 13 بالونو د دوه چھكو او دوه چوكو په مرسته 23 رنز جوړ كړې وو۔ د آسټريليا لوبډله د 168 رنز په تعاقب كښې د 8 وكټونو په زيان تر 146 رنز محدود پاتې شوه۔ دې څخه وړاندې د پاكستان د اننګز مضبوط بنيياد صائم ايوب او كپتان سلمان علي آغا كېښودو۔ د صاحبزاد فرحان په اولني بال له اؤټ كېدو څخه وروستو دوئي 74 رنز جوړ كړل۔ صائم ایوب په 22 بالونو 40 او سلما علي آغا په 27 بالونو 39 رنز جوړ كړل۔ پاكستان د 8 لوبغاړو په زيان مجموعي سكور 168 رنز جوړ كړو۔ د آسټريليا لخوا اېډم زمپا د 24 رنز په وركولو 4 وكټې ترلاسه كړې۔ دغسې زیویئر بارټلیٹ او ماهرلی بیئرډمین دوه دوه لوبغاړي اوټ كړل۔









