صدر مملكت آصف علي زرداري د دبئي واكمن شيخ محمد بن راشد المكتوم سره ملاقات٬د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو او د اقتصادي مرستې په وده د خيالاتو څرګندونه وكړه

دبئي 28جنوری(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د متحده عرب امارات نائب صدر٬وزيراعظم او د دبئي حكمران شيخ محمد بن راشد المكتوم سره زعبيل پيلس كښې ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال د دوه دوه اړخيزه اړيكو په لا مضبوطولو او د اقتصادي مرستې په وده خبرې وشوې دغسې د پاكستان او عرب امارات ترمينځه تجارت سرمايه كارۍ او اقتصادي روابط ته د پراختيا د وركولو امكانات جاج واخستلې …

دبئي 28جنوری(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د متحده عرب امارات نائب صدر٬وزيراعظم او د دبئي حكمران شيخ محمد بن راشد المكتوم سره زعبيل پيلس كښې ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال د دوه دوه اړخيزه اړيكو په لا مضبوطولو او د اقتصادي مرستې په وده خبرې وشوې دغسې د پاكستان او عرب امارات ترمينځه تجارت سرمايه كارۍ او اقتصادي روابط ته د پراختيا د وركولو امكانات جاج واخستلې شو۔د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ نه جاري بيان ترمخه صدر آصف علي زرداري شيخ محمد بن راشد المكتوم ته د دبئي واكمن په توګه د دوه لسيزو په كامياب مشرتابه ترسره كولو مباركي وركړه او د دبئي سېلګرۍ٬ماليات او د جديد ټېكنالوجۍ په نړيوالو څانګو كښې د ښكاره پرمختګ يې ستائنه وكړه۔ډلو د دبئي ترقياتي ماډل څخه په استفاده كولو هم خبرې وكړې۔په خاص توګه بندرګاهونو٬لاجسټكس٬بنيادي ډهانچې٬انفارمېشن ټېكنالوجي او د ډيجيټل مالياتي خذمات په څانګو كښې د مرستې په وده زور راوړلے شو۔صدر آصف علي زرداري پاكستان كښې د روان اقتصادي اصلاحات٬سرمايه كارۍ كښې آسانيو او د نجكارۍ اقدامات رامخې ته كولو سره متحده عرب امارات سره د بنيادي ډهانچې ترقۍ٬لاجسټكس٬غذائي تحفظ او په ټېكنالوجۍ اډانه څانګو كښې د همكارۍ زياتولو په ضرورت زور راوړو۔ده شيخ محمد بن راشد المكتوم ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړه۔دواړو لارښودو د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو لپاره د عزم پخلې وكړو او د دوه اړخيزه روابطو په مثبت پېشرفت يې اطمينان څرګند كړو۔په دې مهال د اعلٰی كچ روابط اهميت رامخې ته كولو د يو اے اي صدر شيخ محمد بن زيد النهيان د پاكستان اوسنۍ دورې ذكر هم وكړے شو۔ده د پاكستان اقتصادي پرمختګ كښې د عرب امارات د پرله پسې مرستې ستائنه وكړه او يو اے اي كښې مېشته پاكستانيانو كردار او د اولسي روابط وده كښې مهم وګرځولو۔وړومبۍ ميرمن آصفه بھټو زرداري٬د پي پي پي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري٬د كورنيو چارو وفاقي وزير سيد محسن نقوي او عرب امارات كښې د پاكستان سفير هم موجود وو۔

مزید خبریں