لاهور۔23 جنوری(اے پی پی) د پاکستان فټ بال فېډرېشن صدر سید محسن ګیلانی په پاكستان كښې تعينات امريكائي سفير نېټلی اے بېکر سره ملاقات وكړو چې مقصد يۍ د فټ بال د لارې دوه اړخيزه مرستې ته وده وركول او په نړيواله كچه د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كول دي۔ د ملاقات په مهال صدر پی اېف اېف د فېډرېشن نوي ويژن او امريكائي سفارت سره په ګډه د …
د پي ايف ايف صدر امريكائي سفير سره ملاقات ٬ فيفا ورلډ كپ لپاره د امريكا د ملاتړ اعلان

مزید خبریں
لاهور۔23 جنوری(اے پی پی) د پاکستان فټ بال فېډرېشن صدر سید محسن ګیلانی په پاكستان كښې تعينات امريكائي سفير نېټلی اے بېکر سره ملاقات وكړو چې مقصد يۍ د فټ بال د لارې دوه اړخيزه مرستې ته وده وركول او په نړيواله كچه د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كول دي۔ د ملاقات په مهال صدر پی اېف اېف د فېډرېشن نوي ويژن او امريكائي سفارت سره په ګډه د كار كولو په منصوبو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د فيفا ورلډ كپ په اهميت خپلو خبرو كښې سید محسن ګیلانی دا خبره په ډاګه كړه چې پاکستان د فیفا ورلډ کپ 2026 کامیاب كوربتوب په لوري سفر كښې د امريكا د ملاتړ لوظ كوي۔ دا كمپائن د پاكستان مثبت تشخص نړۍ ته د ښودلو يوه زرينه موقع ده٬ مونږ په دې نړيوال جشن كښې يو بنيادي همكار جوړېدل غواړؤ۔ د ملاقات په آخر كښې دواړو لارښودو د دې عزم پخلے وكړو چې دا همكاري به يوازې تر لوبو محدود نه وي بلكې د كلتوري تبادلې او د اوږدې مودې نظم او نسق د لارې په پاكستان كښې به د فټ بال سباؤن محفوظ كړي۔










