د بنګله ديش ملاتړ له د پي سي بي لخوا د ټي ټونټي ورلډ كپ بائيكاټ په خبرونو كومه تبصره نه شوو كولې ٬ پی سي بی به آفیشل میډیا ګروپ كښې خپل دريځ شیئر كړي: د وياند اے پي پي سره خبرې

لاهور۔22 جنوری(اے پی پی) د بنګله دېش لخوا د ټی ټونټی ورلډ کپ مېچونه په هند كښې د نه كولو په پرېكړه له قائم پاتې كېدو څخه وروستو د پاكستان كركټ بورډ لخوا هم د ممکنه بائیکاټ په اړه په لوكل ميډيا بېل خبرونه رامخې ته كيږي۔په دې خبرونو كښې دا ادعا كيږي چې پي سي بي د ورلډ كپ ځينې مېچونو په بائيكاټ غور كولې شي۔ بياهم په دې …

لاهور۔22 جنوری(اے پی پی) د بنګله دېش لخوا د ټی ټونټی ورلډ کپ مېچونه په هند كښې د نه كولو په پرېكړه له قائم پاتې كېدو څخه وروستو د پاكستان كركټ بورډ لخوا هم د ممکنه بائیکاټ په اړه په لوكل ميډيا بېل خبرونه رامخې ته كيږي۔په دې خبرونو كښې دا ادعا كيږي چې پي سي بي د ورلډ كپ ځينې مېچونو په بائيكاټ غور كولې شي۔ بياهم په دې اړه د پاكستان كركټ بورډ وياند اے پي پي سره خصوصي خبرو كښې دا خبره په ډاګه كړه چې بورډ په دې خبرو هېڅ قسم تبصره نه شي كولې ۔ د وياند وېنا وه چې دا مهال د پي سي بي لخوا كومه حتمي پرېكړه يا دريځ رامخې ته شوے نه دے له دې كبله په ميډيا كښې ګردش كوونكي خبرونه دې ډنډوره وګڼلې شي۔ د پي سي بي وياند زياته كړه چې د پاكستان كركټ بورډ چې كوم دريځ خپل كړي يا پرېكړه وكړي هغې څخه به په رسمي او آفيشل توګه ميډيا خبرولې شي۔

مزید خبریں