د بلغاريه د خبر رسنې ادارې مشر د اے پي پي هېډكوارټرز دوره٬ د ميډيا مرستې لټولو په تګلارو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) د بلغاريه خبر رسنې ايجنسۍ (بي ټي اے) ډائريکټر جنرل کريل والچيو د شورو په ورځ د ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان (اے پي پي) منيجنګ ډائريکټر محمد عاصم کھچي سره ليدلي او د دواړو نيوز اېجنسيو ترمېنځه د ميډيا مرستې لټولو په تګلارو يې د خيالاتو څرګندونه كړې ده ۔ د بلغاريه سفير ارينا ګانچيوا سره د اے پي پي هيډ کوارټرز …

اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) د بلغاريه خبر رسنې ايجنسۍ (بي ټي اے) ډائريکټر جنرل کريل والچيو د شورو په ورځ د ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان (اے پي پي) منيجنګ ډائريکټر محمد عاصم کھچي سره ليدلي او د دواړو نيوز اېجنسيو ترمېنځه د ميډيا مرستې لټولو په تګلارو يې د خيالاتو څرګندونه كړې ده ۔ د بلغاريه سفير ارينا ګانچيوا سره د اے پي پي هيډ کوارټرز دورې په مهال د بلغاريه خبر رسنې ايجنسۍ ډائريکټر جنرل کريل والچيو ته د اے پي پي په وظيفائي كار تفصيلي بريفنګ وركړے شو٬ د اے پي پي اېم ډي محمد عاصم کھچي د خپل کثير لساني خدمات د لارې د اېجنسۍ د نيوز آپريشنز جائزه وړاندې كړه۔ ده د اے پي پي په پراخه ادارتي نيټ ورك رڼا واچوله چې پكښې په اسلام آباد كښې مركزي دفتر، سيمه ايز بېوروز، اسټيشنز، غېر ملكي نامه نګار او ګرد هېواد كښې د ضلعي نامه نګارو پراخه مجموعه شامل ده ۔ ده ووئيل اداره د 50 نه د زياتو هېوادونو سركاري خبر رسنې ادارو سره د خبرونو د تبادلو په لوظنامو لاسليك كړے دے كومو چې په نړيواله كچه د پاكستان بيانيه قوي كولو كښې مهم كردار لوبولے ۔ په دې موقع د بلغاريه خبر رسنې ايجنسۍ ډائريکټر جنرل کريل والچيو د خپلې ادارې د نيوز آپريشن پشمول د ډيجيټل سروسز په اړه اېم ډي اے پي پي خبر كړو۔ ده اے پي پي سره د ميډيا په اړه نزدې مرستې له خوښي څرګنده كړه۔ په دې موقع د بلغاريه خبر رسنې ايجنسۍ ډائريکټر جنرل کريل والچيو د دواړو هېوادونو د خبر رسنو ادارو ترمېنځه نزدې مرستې لپاره د خبريالانو د تبادلې د پروګرام تجويز هم وركړو۔ د دورې په پائې كښې د اے پي پي مېنجنګ ډائرېكټړ محمد عاصم كچهي د د بلغاريه خبر رسنې ايجنسۍ د ډائريکټر جنرل کريل والچيو ته د هېواد د سركاري خبر رسنې ادارې په وړومبۍ دوره كولو يادګاري شيلډ وړاندې كړو۔ په دې موقع پلاوي د اے پي پي د بېلا بېل شېكشن دوره وركړه چې پكښې سنټرل نيوز ډيسك، ډيټا سينټر او اسټوډيوز شامل وو٬ په دې موقع ايګزيکټو ډائريکټره سبين عثمان خټك او ډائريکټر نيوز شمائله عندليب هم موجود وې۔

مزید خبریں