اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې پاکستان قوي او په سپينو ټكو سفارتي موقف سره په غزه كښې امن لپاره په جوړ شوي بورډ آف پيس كښې د شموليت اعلان كړے دے٬ د امريکې د صدر ډونلډ ټرمپ لخوا وزيراعظم محمد شهباز شريف ته د وركړې شوې بلنې قبوليت د دې خبرې عكاسي كوي چې پاكستان د …
پاکستان قوي او په سپينو ټكو سفارتي موقف سره په غزه كښې امن لپاره په جوړ شوي بورډ آف پيس كښې د شموليت اعلان كړے دے۔ ډاکټر طارق فضل چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې پاکستان قوي او په سپينو ټكو سفارتي موقف سره په غزه كښې امن لپاره په جوړ شوي بورډ آف پيس كښې د شموليت اعلان كړے دے٬ د امريکې د صدر ډونلډ ټرمپ لخوا وزيراعظم محمد شهباز شريف ته د وركړې شوې بلنې قبوليت د دې خبرې عكاسي كوي چې پاكستان د مظلوم قامونو په حق كښې په نړيواله چې موثره غږ لري۔ د شورو په ورځ خپل اېكس پېغام كښې ده ووئيل چې د خارجه وزارت له مخئ دا پرېكړه د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل قرارداد 2803 له مخئ جنګ بندي، انساني تحفظ او د غزه بحالي باوري كولو د عملي هلو ځلو برخه ده، پاکستان په واضح توګه دا ګڼي چې عارضي اقدامات نه بلكې مستقل او منصفانه حل په منطقه كښې تل پاتې امن پلو تللې شي۔ ده ووئيل اسلام آباد يو ځل بيا د خپل اصولي موقف پخلې كړے دې چې د فلسطين اولس ته د دوي د خپلواكۍ ناقابلِ تنسيخ حق پكار دے او د كال 1967 نه وړاندې په پولو د آزاد، خپلواكۍ فلسطيني رياست چې پايه تخت ئې القدس الشريف وي د امن يوازنې ضمانت دے











