اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) د اين ډي اېم اے نېشنل اېمرجنسيز آپريشن سينټر د راروانو 24 نه تر 48 ساعتو په مهال سندھ، پنجاب، خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د باران او په غرئيزو سيمو د واوري ورېدو خبر دارے جاري كړو۔اين ډي اېم اے له مخې پنجاب لاهور، اسلام آباد،پينډۍ ، ګوجرانواله، فيصل آباد او سرګودھا پشمول زياتره ضلعو كښې د باران امكان دے۔ مري او …
اين ډي اېم اے د راروانو 24 نه تر 48 ساعتو په مهال سندھ، پنجاب، خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د باران او په غرونو د واوري خبردارے جاري كړو

مزید خبریں
اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) د اين ډي اېم اے نېشنل اېمرجنسيز آپريشن سينټر د راروانو 24 نه تر 48 ساعتو په مهال سندھ، پنجاب، خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د باران او په غرئيزو سيمو د واوري ورېدو خبر دارے جاري كړو۔اين ډي اېم اے له مخې پنجاب لاهور، اسلام آباد،پينډۍ ، ګوجرانواله، فيصل آباد او سرګودھا پشمول زياتره ضلعو كښې د باران امكان دے۔ مري او شا او خوا كښې د واوري امكان دے۔ د خېبر پښتونخوا په چترال، دير، سوات، ناران، کاغان او ګليات كښې د واوري پيشګوئي شوې ۔اين ډي اېم اے خبردارے جاري كړو چې د باران او واوري په وجه سړكونه بنديدې شي او ټريفك روان پاتي كيدل متاثره كيدے شي۔ اين ډي اېم اے مسافرو ته د غير ضروري مزل څخه ځان ساتلو او ريسکيو ادارو ته د چمتو پاتي كيدو امر وكړو ۔ دغسې وګړي دې د تازه صورتحال څخه ځان خبر اوساتي او دې لپاره دې د اين ډي اېم اے موبائل ايپ استعمال کړي۔











