کراچۍ 21 جنوري (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك او صوبائي وزير جام خان شورو په شريكه مشرۍ كښې د کاربن اخراج كښې کمي او ټرانسفارمنګ کاربن فنانس، پاك فلو منصوبې په اړه غونډه وشوه۔ دغسې سندھ كښې په روانو بېلو ماحولياتي منصوبو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔د شورو په ورځ جاري اعلاميې له مخې وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك د سندھ سيکرټريټ ته په …
د وفاقي او صوبائي وزيرانو په شريكه مشرۍ كښې غونډه،سندھ كښې په روانو ماحولياتي منصوبو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
کراچۍ 21 جنوري (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك او صوبائي وزير جام خان شورو په شريكه مشرۍ كښې د کاربن اخراج كښې کمي او ټرانسفارمنګ کاربن فنانس، پاك فلو منصوبې په اړه غونډه وشوه۔ دغسې سندھ كښې په روانو بېلو ماحولياتي منصوبو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔د شورو په ورځ جاري اعلاميې له مخې وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك د سندھ سيکرټريټ ته په راتګ صوبائي وزير جام خان شورو د هغه هركلے وكړو۔وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك ووئيل د سندھ حکومت ماحولياتي منصوبو،او په خاص توګه د مينګرووز ودي او کاربن کريډټ په څانګه كښې كوټلې او د ستائني وړ اقدامات کوي۔ده ووئيل دا منصوبې نه يواځې د ماحول تحفظ كښې مرستيالې دي بلکه د هېواد معيشت لپاره هم ګټه ورې دي۔په دې موقع صوبائي وزير جام خان شورو ووئيل د سندھ حکومت ماحولياتي تحفظ او کاربن اخراج كښې كمي لپاره جدي او مستقل مزاجۍ سره كار كوي۔ده د وفاقي حکومت او ورلډ بينك د مرستې د صوبائي حکومت د اړخه مننه هم وكړه۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ چيئرمېن نجم احمد شاه، د ورلډ بينك نمائندګان ، د ماحوليات محکمې او نورو اړوندو افسرانو ګډون وكړو۔











