ډیووس ۔21جنوری(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف مالياتي نظم وضبط په ځاے كولو ٬ محصولات زياتولو او تلپاتي پرمختګ روان ساتلو له د پاكستان د عزم پخلے كړے دے۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د نړيوال اقتصادي فورم 56 مې كلنې غونډې په موقع د سوئټزرلېنډ ښار ډیووس كښې د انټرنېشنل مانیټری فنډ اېم ډي کرسټالینا جارجیوا سره ملاقات وكړو۔ …
د وزيراعظم شهباز شريف د آئي ايم ايف ايم ډي کرسټالینا جارجیوا سره ملاقات ، مالياتي نظم وضبط په ځاے كولو ٬ محصولات زياتولو او تلپاتي پرمختګ روان ساتلو لپاره د پاكستان د عزم پخلے

مزید خبریں
ډیووس ۔21جنوری(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف مالياتي نظم وضبط په ځاے كولو ٬ محصولات زياتولو او تلپاتي پرمختګ روان ساتلو له د پاكستان د عزم پخلے كړے دے۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د نړيوال اقتصادي فورم 56 مې كلنې غونډې په موقع د سوئټزرلېنډ ښار ډیووس كښې د انټرنېشنل مانیټری فنډ اېم ډي کرسټالینا جارجیوا سره ملاقات وكړو۔ وزيراعظم اېم ډي د پاکستان مېکرو اکنامک اشارو كښې د بهترۍ ٬ د استحكام هڅو او د اداره جاتي اصلاحات پېشرفت په اړه خبر كړه۔ ده مالياتي نظم وضبط په ځاے كولو ٬ محصولات زياتولو او تلپاتي پرمختګ له د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ د آئي اېم اېف اېم ډي د پاكستان د اصلاحاتي هڅو اعتراف وكړو او دا يۍ وستائېل۔ ده د اوږدې مودې اقتصادي لچك باوري كولو له د اصلاحات د رفتار برقرار ساتلو په اهميت زور راوړو۔ دواړو په نړيوال اقتصادي نقطه نظر ٬ رامخې ته كېدونكو معيشتونو ته په پېښو چېلنجونو او د اقتصادي استحكام په تحفظ كښې په ګڼ اړخيزه مرستې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په ملاقات كښې نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار٬ د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه ٬ د خزانې وفاقي وزير اورنګزېب او د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ هم موجود ؤ











