اسلام آباد۔21جنوری(اے پی پی) په ګرد هېواد كښې ډیجیټل شمولیت ته ودې وركولو پلو د يو لويې اقدام لاندې د یونیورسل سروس فنډ (یو اېس اېف) د شورو په ورځ جاز سره د 1.16 اربه روپو لوظنامې لاس ليك كړې چې له مخې به يۍ د پنجاب او خېبر پښتونخوا 9 ضلعو ته تند رفتاره براډ بېنډ سروس وركولې شي۔ د دې منصوبو مقصد د وزيراعظم وژن’’ډیجیټل پاکستان‘‘ لاندې 6 …
د يونيورسل سروس فنډ او جاز ترمينځه د 1.16 ارب روپو لوظنامې لاس ليك شوې٬ حكومت يوازې لوظنامې نه بلكې د يو’’ډیجیټل نیشن‘‘بنیاد اېږدي: شزا فاطمه خواجه

مزید خبریں
اسلام آباد۔21جنوری(اے پی پی) په ګرد هېواد كښې ډیجیټل شمولیت ته ودې وركولو پلو د يو لويې اقدام لاندې د یونیورسل سروس فنډ (یو اېس اېف) د شورو په ورځ جاز سره د 1.16 اربه روپو لوظنامې لاس ليك كړې چې له مخې به يۍ د پنجاب او خېبر پښتونخوا 9 ضلعو ته تند رفتاره براډ بېنډ سروس وركولې شي۔ د دې منصوبو مقصد د وزيراعظم وژن’’ډیجیټل پاکستان‘‘ لاندې 6 څخه تر 18 مياشتو كښې 5 لاکه 33 زره څخه زياتې كليوالې آبادۍ ته کنېکټیویټی وركول دي۔ په لوظنامو د لاس ليك دستوره په يو اېس اېف هېډ آفس اسلام آباد كښې وشوه په كومه كښې چی د انفارمېشن ټېكنالوجي او ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه د خاص مېلمنې په حېث ګډون وكړو۔ 4 نېکسټ جنرېشن براډبېنډ فار سسټېن اېبل ډوېلپمنټ منصوبو لپاره په لوظنامو د یو اېس اېف چیف اېګزېکټو آفیسر چوهدری مدثر نوید او د جاز چیف اېګزېکټو آفیسر عامر ابراهیم لاس ليك وكړو۔ دستورې ته خطاب كښې وفاقي وزيرې ووئيل حكومت يوازې لوظنامې نه بلكې د يو’’ډیجیټل نېشن‘‘بنیاد اېږدي۔ دې انكشاف وكړو چې ايو اېس اېف يوازې په 6 مياشتو كښې 20.54 اربه روپو څخه د زيات ماليت منصوبو منظوري وركړې ده او اعلان يۍ كړے دے چې په سندھ او بلوچستان كښې به نورې 6 منصوبې ډېرې زر پېل كړې شي چې ورسره به په قومي كچه براډ بېنډ نېټ ورك لا پراخه شي۔ د نوو منصوبو لاندې په مېن لاټس كښې د پنجاب چنیوټ ضلع او د خېبر پښتونخوا اېبټ آباد ضلع شامله ده۔ په سمال لاټس كښې به اټک، سرګودھا، خوشاب، بهاولنګر، فېصل آباد، شیخوپورہ او حافظ آباد كور كولې شي۔ د دې منصوبو د لارې به په 203 كليووالو سيمو كښې نزدې 5 لکه 33 زره كسانو ته د كنېكټيويټي آساني وركړې شي۔ دې هدايت وكړو چې په منصوبو دې عملدرآمد 6 څخه د 18 مياشتو په ريكارډ موده كښې بشپړ كړے شي۔ دې په دې خبره زور راوړو چې حكومت رفتار او سپېځلتيا ته تر ټولو لومړۍ پاملرنه كوي۔ دې ووئيل تر دې دمه د يو اېس اېف مجموعي سرمايه كاري 136.7 ارب روپو ته رسېدلې ده په كومو كښې چی د 95.27 اربه روپو 107 براډبېنډ منصوبې شاملې دي چې ورسره به 3 کروړه 94 لکه كسانو ته كنېكټيويټي وركړې شي۔ د جاز سي اي او عامر ابراهيم په باور لرلو د حكومت مننې كولو سره ووئيل جاز د دې منصوبو په ترلاسه كولو وياړ محسوسوي۔ ده ووئيل دا همكاري محروم كميونيټز په خپلو پښو اودرولو او د ټېكنالوجي ګټې د پاكستان كليوالو سيمو وګړو زړه ته رسولو له زمونږ د ګډ عزم علامت ده۔ په دستوره كښی د آئي ټي او ټېلي كام پارليماني سېكرټري سبين غوري ٬ د آئي ټي سپېشل سېكرټري سید عمار نقوي او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو











