اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) د پیټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك سره پاكستان كښې د كاناډا هائي كمشنر طارق علي خان ملاقات كړے چې پكښې د معدنيات او د توان په څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې۔د پیټروليم ډويژن وياند له مخې د ملاقات په مهال هائي كمشنر طارق علي خان ووئيل په ريكوډك كښې د بيرك ګولډ كاميابي د پاكستان او كاناډا …
د پیټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك سره د كاناډا هائي كمشنر ملاقات ٬معدنيات او د توان په څانګو كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) د پیټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك سره پاكستان كښې د كاناډا هائي كمشنر طارق علي خان ملاقات كړے چې پكښې د معدنيات او د توان په څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې۔د پیټروليم ډويژن وياند له مخې د ملاقات په مهال هائي كمشنر طارق علي خان ووئيل په ريكوډك كښې د بيرك ګولډ كاميابي د پاكستان او كاناډا ترمينځه د معدني مرستې زياتولو لپاره يو قوي مثال دے۔ده ووئيل كاناډا د پاكستان مينرلز انويسټمنټ فورم كښې د كاناډا نورو كمپنو شركت باوري كولو لپاره په فعاله توګه كار كوي۔هائي كمشنر ووئيل د كاناډا د قدرتي وسائلو وزارت د پاكستان سره په معدني څانګه كښې مرستې له چمتو دے۔هائي كمشنر طارق علي خان پاكستان له مارچ 2026 كښې په كاناډا كښې په پي ډي اے سي كښې د ګډون بلنه وركړه كوم چې د نړۍ تر ټولو ښه معدني لټون او د كان كني كنونشن دے۔د دې نه ځانله هائي كمشنر ووئيل كاناډا د توان په څانګه كښې تكنيكي مرستې لپاره هم كار كوي۔د دې اقدام هركلي كولو سره وفاقي وزير ووئيل دې اقدامات سره به دوه اړخيزه اړيكې لا قوي شي٬په ملاقات كښې دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو او د معدنيات او توان په څانګو كښې مرسته د پاكستان او كاناډا اړيكو يو مهمې ستنې په توګه مخ په وړاندې بوتللو له د عزم پخلے وشو











