ملګري ملتونه ۔21جنوری(اے پی پی) پاكستان په ملګرو ملتونو كښې په فلسطين او جمو وكشمير كښې د بې ګناه وګړو په ضد د روانو مجرمانه اقداماتو پلو پام وګرځولو۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مشن فرسټ سېكرټري ذوالفقار علي د انسانيت په ضد د جرمونو مخنيوي او سزا په اړه د ملګرو ملتونو د كنفرنس چمتوالے نېونكې كمېټۍ غونډې ته خطاب كښې ووئيل د انسانيت په ضد جرمونه تر …
د انسانيت په ضد د جرمونو مخنيوي او د سزا اړوند دفعات بايد د ملګرو ملتونو كنونشنز له مخې وي: پاكستان

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔21جنوری(اے پی پی) پاكستان په ملګرو ملتونو كښې په فلسطين او جمو وكشمير كښې د بې ګناه وګړو په ضد د روانو مجرمانه اقداماتو پلو پام وګرځولو۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مشن فرسټ سېكرټري ذوالفقار علي د انسانيت په ضد د جرمونو مخنيوي او سزا په اړه د ملګرو ملتونو د كنفرنس چمتوالے نېونكې كمېټۍ غونډې ته خطاب كښې ووئيل د انسانيت په ضد جرمونه تر ټولو ناوړه جرمونه شمېرلې شي۔ دا غونډه په يو داسې وخت كښې كيږي كله چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د انسانيت په ضد د جرمونو مخنيوي له د نړيوالې لوظنامې چوړولو عمل پېل كوي۔ ده ووئيل د بې ګناه كسانو په ضد د جرمونو له ارتكاب څخه زيات د مقدس اقدارو بل كوم سپكاوې كېدېے نه شي۔ پاكستاني استازي ووئيل دا ډېره د افسوس خبره ده چې د جمو وكشمير او د مقبوضه فلسطين سيمو په شمول د نړۍ په بېلو برخو د بې ګناه كسانو په ضد جرمونه كېږي۔ ده ووئيل پاكستان د دې جرمونو غندنه كوي او په دې كښې ككړو هېوادونو ته استثنا نه وركولو غوښتنو بشپړ ملاتړ كوي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې مجرمان ځواب وركوؤنكي ګرځول يوازينۍ لاره ده چې ورسره د ځپليو عزت او وقار بحالېدے شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د انسانيت په ضد د جرمونو مخنيوي او سزا سره اړوند دفعات بايد د ملګرو ملتونو د اړوند كنونشنز له مخې وي۔ د مقبوضه كشمير په اړه د پاكستاني استازي په ريماركس د هند استازي لخوا غبرګون رامخې ته شو۔ د هند خارجه وزارت قانوني سلاحكار لوتھر رېنجرجي ادعا وكړه چې پاكستان په كشمير د ادعا هېڅ حق نه لري ولې چې دا د هند برخه ده۔ په دې پاكستاني استازي ووئيل هند په وګړو بريد كولو سره د پاكستان د خپلواكۍ خلاف ورزي كړې په كومو كښې چی هغه كوچنيان هم شامل دي كوم چې د پېلټ ګنز د لارې بينائۍ څخه محرومه كړې شوي دي۔ ده ووئيل هند د جمو وكشمير په اړه د سلامتي كونسل په قراردادونو عمل كوي او نه د سندھ طاس لوظنامې خيال ساتي۔ ده ووئيل هند په ګاونډي هېوادونو كښې بې ثباتي پېدا كولو له د ترهګرو تنظيمونو مرسته كوي۔ پاکستاني چارواكي ووئيل د انتها خوښې هندوتوا نظريې او حكمران اشرافيه جوړې جاړې له امله په هند كښې اقليتونه او په خاص توګه مسلمانان سنګينو خطرو سره مخ دي۔ ده د هند دا ادعا مسترد كړه چې كشمير د هند نه جلا كېدونكې برخه ده۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې دا يوه شخړيزه سيمه ده او د دې حتمي حل لا پاتي دے۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې كمشير د كشميري اولس پېدائشي حق دے۔ هند پخپله كشميري اولس سره د دې وعده كړې وه خو د سلامتي كونسل قراردادونو ښكاره خلاف ورزي كولو سره هغه د دې تسليمولو څخه انكار كوي۔ ده ووئيل پاكستان به د كشميري اولس د آزادۍ ستړو سياسي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي او جمو وكشمير كښې د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې به د رائے كارولو حق غوښتنه كوي











