اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د شورو په ورځ په د اعتراض په نكته بېلي چاري رامخې ته شوي،ځيني غړو د کراچۍ په ګل پلازه پېښه د افسوس څرګندوني سره د هغې د بشپړه پلټنو او ذمه وارو د تعين غوښتنه وكړه ۔ مياں خان بګټي په نکته اعتراض ووئيل راجن پور او ډيره بګټي كښې هره ورځ وګړي د ګاړو څخه په كوزولو لوټلے …
د قامي اسمبلۍ غړو د اعتراض په نكته په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه، کراچۍ په ګل پلازه پېښه د افسوس څرګندونه،د پېښې بشپړه پلټنو او ذمه وارو تعين کولو غوښتنه

مزید خبریں
اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د شورو په ورځ په د اعتراض په نكته بېلي چاري رامخې ته شوي،ځيني غړو د کراچۍ په ګل پلازه پېښه د افسوس څرګندوني سره د هغې د بشپړه پلټنو او ذمه وارو د تعين غوښتنه وكړه ۔ مياں خان بګټي په نکته اعتراض ووئيل راجن پور او ډيره بګټي كښې هره ورځ وګړي د ګاړو څخه په كوزولو لوټلے كيږي،د دې صورتحال دې نوټس واخستلے شي،سندھ، بلوچستان او پنجاب سرحدي سيمو كښې د امن و امان صورتحال دې ښه كړے شي،ځائې فورسز ته دې خپلو سيمو كښې ذمه واري وسپارلې شي۔سحرکامران ووئيل د ګل پلازه پېښې بايد سپيځلي پلټني وكړې شي او سباؤن كښې د دې ډول پېښو مخنيوے وكړے شي۔دي ووئيل پارليمنټ هاؤس او لاجز پشمول د مهمو ودانو سيفټي اينډ سيکورټي آډټ پكار دے۔دي ووئيل په پېښه بايد پوائنټ سکورنګ ونه كړے شي،تقسيم او انتشار پيدا كولو څخه دې ډډه وكړے شي۔احمد سليم صديقي ووئيل د کراچۍ ګل شاپنګ سينټر پېښه يوه قامي پېښه ده،80 څخه زيات وګړي بے دركه دي او كورنيو ته تر اوسه مړي نه دي ترلاسه شوي۔ده ووئيل بلدياتي ادارې مسئلې حل كولې شي خو هغوي څخه اختيارات اخستلې شوي،د سړكونو حالت خراب دے او د ټريفك مسئلې دې څخه ځانله دي۔شيرافضل مروت په نکته اعتراض ووئيل زندان كښې وګړي د قانون تابع وي،يوې خور له بايد د خپل ورور سره د ملاقات كولو اجازه وركړې شي،2018 كښې چې كوم زياتې شوي بايد هغه بيا ونه كړے شي،دا معامله دې د انساني همدردۍ په بنياد وكتلې شي۔ده ووئيل حکومتي غړو له 25 کروړه روپۍ فنډز وركړے شوي كوم چې مونږ ته نه دې ترلاسه شوے ،وزيراعليٰ زما د حلقې فنډز هم بند ايسار كړے شوے،زه وزيراعظم صاحب ته خواست كوم چې زما حلقې لپاره فنډز جاري کړي۔ مرزا اختيار بيګ ووئيل د ګل پلازه پېښه د افسوس وړ ده،په دې اړه د تورونو لګولو په ځاے د وګړو ستونزو كمولو له دې ګامونه پورته كړې شي،وفاقي حکومت دې ځپليو لپاره ايمرجنسي ګرانټس اعلان کړي، په سيفټي اقدامات رپورټ دې د عملدرآمد نه کولو وجوهات ولټولې شي، د ځپليو دې روانه مياشت كښې يوټيليټي بلز معاف کړې شي،مونږ له به د خپل فائر فائټنګ اقدامات بيا كتل وي۔شهريارآفريدي ووئيل قانون او جيل مينول له مخې ملاقاتونه د هر بنديوان حق دے،مونږ د آئين او قانون په سرلوړۍ باور لرو۔فرهان چشتي ووئيل د ګل پلازه د دکاندارانو ټيكس دې معاف کړے شي او د پېښې دې بشپړه پلټني وكړې شي۔ده ووئيل آن لائن هيکنګ په وجه زما د اکاؤنټ څخه روپۍ منتقل کړې شوي بايد د هغې پلټني وكړې شي٬ ډپټي سپيکر معامله اېف آئي اے ته ولېږله۔اقبال آفريدي ووئيل د بلوچستان او د پخواني فاټا ميډيکل زدكوونكو داخلو تګلاره دې بدله كړې شي، د آئي ډي پيز كورنيو زدكوونكې دې ځائې سكولونو كښې او كالجونو كښې اکاموډيټ کړے شي۔شاهده رحماني ووئيل د کراچۍ ګل پلازه كښې د پلاسټك ګوډاګو په وجه اوور تندۍ سره خپور شوے،دغه پېښه د افسوس وړ ده،موڼږ بايد دې ډول پېښو كښې يو موټے شو۔ده ووئيل صنفي امتياز كښې كمي لپاره دې اقدامات وكړے شي، ميرمني غړي هم د دې ښكار دي۔نعيمه کشور خان ووئيل د اسمبلۍ ميرمنو غړو له فنډز وركولو كښې دې فرق ختم كړے شي، خېبر پښتونخوا كښې د لوډشيډنګ په وجه وګړي ستونزو سره مخ دي، مردان كښې د 10 نه تر 12 ساعته لوډ شيډنګ كيږي۔دي ووئيل بلدياتي ادارو او ځائې حكومتونو نظام جوړولو ته اړتيا ده۔علي محمد خان ووئيل موڼږ په خبرو اترو باور لرو،زمونږ سياسي قيادت له دې تر باني پي ټي آئي رسنه وركړې شي،اپوزيشن ليډرمحمود خان اچکزئي او راناثناء الله په شان سنجيده وګړي دې راوړاندې شي او زه باور لرم چې د خيرو لاره به راويستلې شي۔











