
غونډه كښې د بشري قاچاقبرو په ضد د كمپائن ٬د نيولے شويو په ضد د قانوني كاروائۍ په پېشرفت او د بشري قاچاقبرو ډېټا بېس جوړولو ٬د اېف آئي اے سره د خاناني اينډ كاليا كيس د پلټنو ٬د پاكستان كرنسي ايكسچېنج كيس ٬اے كے ډي سېكورټيز غوندې مهمو كيسونو باندې د خيالاتو څرګندونه وشوه
اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي)د كورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي اېف آئي اے دې د بډو٬ بدعنوانۍ٬ د بشري قاچاق پھ ضد خپلو عملياتو كښې د جدت ٬پراختيا٬تندۍ او فعاليت نه كار واخلي٬ پھ راروانو 90 ورځو كښې به د كوټلې او منظمې تګلار ترمخه طريقه كار وضعه كولو نه پس پھ دغې عملدرآمد پیل كړے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده داخله وزارت كښې د اعلٰی كچ غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔غونډه كښې د اېف آئي اے ډائرېكټر جنرل٬د نادرا چيئرمېن٬د څلورو واړو صوبو د اېف آئي اے ډائرېكټرانو٬د سټېټ بانك ايګزېكټيو ډائرېكټر او د داخله وزارت اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔غونډه كښې په ټول هېواد كښې د بشري قاچاقګرو په ضد د كمپائن ٬د نيولې شويو په ضد د قانوني كاروائۍ د پرمختګ ٬د بشري قاچابرو ډېټا بېس جوړولو او د اېف آئي اے سره د خانانې او كاليا پلټنې كونكي كيس٬د پاكستان كرنسي ايكسچېنج كيس٬د اے كے ډي سېكورټيز غونډې پھ مهمو كيسونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔غونډې ته ووئيل شول د كورنيو چارو وزير پھ سپارښتنه د بشري قاچاقګرو په ضد پېل كړو عملياتو كښې د نومبر نه تراوسه 598 كسان نيولے شوي چې په ضد يې عدالتي كيسونه بېلو پړاؤنو كښې روان دي ٬په نيولے شويو كښې 137 اشتهاري مجرمان٬ 48 عدالتونو نه تښتېدلي او 11 انتهائي مطلوب تورن شامل دي۔سيمه ايزو ډائرېكټرانو په خپلو سيمو كښې د ډي پورټيز نه تراوسه د اېف آئي اے پلټنو او د دغې پھ نتيجه كښې د رامخې ته شويو معلوماتو او ګامونو نه غونډه خبر كړه۔غونډې ته ووئيل شول د نيولے شويو بشري قاچاقګرو شناختي كارډونه او پاسپورټونه بلاك كولو سره سره د هغوي بشپړه ډېټا بېس جوړولو له كار روان دے۔وفاقي وزير ووئيل اېف آئي اے پھ خپله كاركردګۍ ټولنه كښې ښه والي له وده وركړی٬په خوارۍ او عزم كار كونكو افسرانو به پھ هر كچ ډاډګيرنه كولې شي۔ده ووئيل د بشري قاچاقګرو په ضد تراوسه كمپائن د ډاډ وړ دے خو په نوي كال كښې دې پھ دې كښې لا ګړندوالے راوستلېے شي۔ده ووئيل د معصومو انسانانو استحصال كونكي او د هېواد د بدنامۍ سوب جوړېدونكي عناصر د كوم رعايت مستحق نه دي د هغوي په ضد پھ زړه پورې عمليات روان ساتل پكار دي۔غونډه كښې د تصديق نه غېر د داخله وزارت خپل كړے طريقه كار نه خپلولو ترمخه د امريكې٬برتانيې٬آسټرېليا٬يونان٬آسټريا او بلغاريه پشمول د بېلو هېوادونو نه پاكستان ته ډي پورټ كړي كسان د بېرته لېږلو ګامونه وستائېلې شو۔داخله وزير ووئيل د كيسونو او پلټنو په وخت ترسره كونكو د بشري قاچاق او په نورو جرمونو كښې د ككړو تورونو نيونكو يا نوره ښه كاركردګي ښودونكو افسرانو له به اعزازي شيلډ او نغد انعامونه وركولې شي۔داخله وزير د اېف آئي اے پنجاب ډائرېكټر عثمان انور له آفيسر آف دي ايئر اعزازي شيلډ او پنځه لكه روپۍ نغد اعلان وكړو۔د انعام مستحق نورو چارواكو كښې د اېف آئي اے ګوجرانواله دوهم ډائرېكټر او څلور انسپكټران او سب انسپكټران شامل دي چا له به چې د اعزازي شيلډ سره سره دوه دوه لكه روپۍ نغدې وركولې شي۔