حيدر آباد 20جنوری(اے پی پی)د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي وئېلي دي سندھ ميوزيم د سندھ ښه عكس او كلتور رامخې ته كوي٬ وفاقي حكومت سندھ حكومت سره په ګډه د سندھ كلتور ودې لپاره بشپړه هڅې كوي او راتلونكو ورځو كښې به سندھ ميوزيم كښې نور ښه ګيلريز جوړيږي او قيمتي كلتوري ورثه به نندارې لپاره اېښودلې شي كومو څخه چې به د سندھ تاريخ …
وفاقي حكومت د سندھ حكومت سره په ګډه د سندھ كلتور ودې لپاره هڅې كوي۔اورنګزيب خان كهچي
حيدر آباد 20جنوری(اے پی پی)د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي وئېلي دي سندھ ميوزيم د سندھ ښه عكس او كلتور رامخې ته كوي٬ وفاقي حكومت سندھ حكومت سره په ګډه د سندھ كلتور ودې لپاره بشپړه هڅې كوي او راتلونكو ورځو كښې به سندھ ميوزيم كښې نور ښه ګيلريز جوړيږي او قيمتي كلتوري ورثه به نندارې لپاره اېښودلې شي كومو څخه چې به د سندھ تاريخ په ښكلې انداز دلته راتلونكو ته وړاندې كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د سندھ ميوزيم حيدر آباد دورې په موقع اے پي پي سره په خبرو كښې وكړه ۔وفاقي وزير ووئيل زما خواهش دے چې سندھ ميوزيم كښې لا ښه والے راوستلے شي او مونږ د سندھ حكومت او ميوزيم انتظاميې سره په ګډه د دې لپاره كار كوو۔په دې موقع د اسسټنټ ډائرېكتر٬ډسپلے آفيسر نورين فاطمه شاه هغه ته ميوزيم كښې اېښودلے شوو كلتوري څيزونو په اړه بريفنګ وركړو۔د سندھ ميوزيم ډائرېكټر ذوالفقار علي پنهور هم په دې موقع موجود ؤ ۔د دې نه علاوه وفاقي وزير سندھ ميوزيم كښې جوړ د سندھ انډیجینیس اینډ ټریډیشنل کرافټس کمپنی (سټکو) ورکشاپ هم څارنه وكړه چرته چې د سټكو اينډ بسنت هال كلچرل كمېټۍ ډائرېكټر صوبيه علي شيخ ده ته د وركشاپ بيلو څانګو كښې د ادارې كار په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو ۔د دورې په اختتام هغه بهټ شاه ته روان شو۔











