د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف په مصر كښې نړيوال اسلامي کانفرنس كښې ګډون، قاهره كښې د صدر عبدالفتاح السيسي سره ملاقات

قاهره/اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف د مصر پايه تخت قاهره كښې د اسلامي چارو سپريم کونسل 36م نړيوال کانفرنس كښې د پاکستان نمائندګي کړې ده ۔ د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې د صدر عبدالفتاح السيسي کانفرنس كښې ګډون كوونكو نړيوالو پلاويو او ګډون كوونكو سره صدارتي محل كښې ملاقات وکړو ۔په دغه پلاويو كښې د پاکستان د مذهبي چارو …

قاهره/اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف د مصر پايه تخت قاهره كښې د اسلامي چارو سپريم کونسل 36م نړيوال کانفرنس كښې د پاکستان نمائندګي کړې ده ۔ د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې د صدر عبدالفتاح السيسي کانفرنس كښې ګډون كوونكو نړيوالو پلاويو او ګډون كوونكو سره صدارتي محل كښې ملاقات وکړو ۔په دغه پلاويو كښې د پاکستان د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف هم شامل ؤ چا چې کانفرنس كښې د پاکستان موقف وړاندے كړو ۔ صدارتي وياند له مخې د ملاقات په مهال د مصر صدر عبدالفتاح السيسي نوي مذهبي تګلاري جوړولو او مذهبي و سماجي ادارو ترمينځه په قوي رابطو زور راوړو۔ده ووئيل اسلام د انساني پرمختګ او سباؤن د تقاضو سره بشپړه همغږي لري۔ده واضحه كړه چې د مصر بنيادي پاليسي انساني وسائل كښې سرمايه کاري کول ده ځكه چې د هېواد حقيقي پرمختګ د انساني پرمختګ سره تړون لري

مزید خبریں