اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي حکومت بهر هېوادونو ته تلونكو پاکستانيانو له هر ممکن سهولت وركولو لپاره ګامونه پورته كوي۔ده دا خبره د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د صاحبزاده صبغت الله او نورو غړو د اړخه وړاندې شوي د پام راګرځوني نوټس په ځواب كښې وكړه۔ډاکټر طارق فضل چوهدري ووئيل كومو هېوادونو سره چې پاکستان …
حکومت بهر هېوادونو ته تلونكو پاکستانيانو له هر ممکن سهولت وركولو لپاره ګامونه پورته كوي۔ د پارليماني چارو وفاقي وزير
اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي حکومت بهر هېوادونو ته تلونكو پاکستانيانو له هر ممکن سهولت وركولو لپاره ګامونه پورته كوي۔ده دا خبره د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د صاحبزاده صبغت الله او نورو غړو د اړخه وړاندې شوي د پام راګرځوني نوټس په ځواب كښې وكړه۔ډاکټر طارق فضل چوهدري ووئيل كومو هېوادونو سره چې پاکستان سفارتي اړيكي لري ، هلته تعليم، کاروبار، سيلګري يا نجي دورو لپاره د تلونكو وګړو د درخواستونو او د دستاويزات عمل زيات آسان كړے كيږي۔ده واضحه كړه چې ويزا اجراء حتمي اختيار د اړوندو هېواد سره وي دغسې خارجه وزارت دا خبره باوري كوي چې پاکستانو وګړو لپاره درخواست او دستاويزي کارروائي آسانه كړي۔وفاقي وزير ووئيل اوسنيو كښې پاکستان كښې د اوورسيز پاکستانيانو يو نړيوال کنفرنس شوے چې پكښې بهر هېوادونو كښې مېشته او کاروبار کوونكو ګڼ شمير نوموړو پاکستانيانو ګډون وكړو او د مزل او په ايئرپورټس د پېښو مسئلو څخه خبر شوو۔وفاقي وزير زور راوړلو سره ووئيل درست سفري دستاويزات او ويزا لرونكے كوم هم پاکستانے د بورډنګ څخه نه دې منع شوے او كه څه مسئله وي نو يواځې نامکمل يا متنازعه دستاويزات په وجه به وي۔ده ووئيل زمونږ مقصد دا دے چې په قانوني توګه مزل كوونكي ټول وګړي غير د څه غير ضروري تاخير لاړ شي۔











