د كورنيو چارو وزيرِ محسن نقوي په مستونګ كښې د هند سپانسرډ ترهه ګرو په ضد په کامياب عملياتو د بلوچستان سي ټي ډي ته پيرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزيرِ محسن نقوي د مستونګ په دشت سيمه كښې د بلوچستان کاؤنټر ټيررازم ډيپارټمنټ (سي ټي ډي) د اړخه د هند سپانسرډ ترهه ګرو په ضد کامياب عمليات ستائېلي دي۔په خپل يو بيان كښې د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د بلوچستان سي ټي ډي پېشه وره صلاحيتونه ستائېلو سره ووئيل هغه ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كوو كومو چې …

اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزيرِ محسن نقوي د مستونګ په دشت سيمه كښې د بلوچستان کاؤنټر ټيررازم ډيپارټمنټ (سي ټي ډي) د اړخه د هند سپانسرډ ترهه ګرو په ضد کامياب عمليات ستائېلي دي۔په خپل يو بيان كښې د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د بلوچستان سي ټي ډي پېشه وره صلاحيتونه ستائېلو سره ووئيل هغه ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كوو كومو چې د هېواد دښمنه عناصرو ناوړه عزائم ناكامه كړل ۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د بلوچستان سي ټي ډي کردار د وياړ وړ دے۔ ده ووئيل بلوچستان كښې “فتنه الهندوستان” ترهه ګرو په ضد به كريك ډاؤن او د عملياتو سلسله غير د تعطل روانه وي، قانون نافذ کوونكي ادارې صوبه كښې د امن بحالۍ لپاره چمتو دي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل د دښمن په هر چال نظر ساتو او په كوم هم اولسي رابطه سړكونو يا امن و امان كښې د خنډ راولاړولو اجازه به چا له ورنه كړې شي۔

مزید خبریں