د پاکستان معيشت استحکام او د پرمختګ په لور روان دے٬ د زرمبادله پانګو كښې بهتري راغلي ده۔ د خزانې وزير محمد اورنګزيب د سعودي خپل همڅنګ سره ملاقات كښې خبرې

ډيووس 19 جنوري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د پاکستان معيشت استحکام او د پرمختګ په لور روان دے٬ د زرمبادله پانګو كښې بهتري راغلې ده او درآمدات لپاره نزدې د دريو مياشتو کور موجود دے كوم چې د معاشي استحکام عکاسي كوي، په کيپټل مارکيټ كښې د يو لك شل زره نه زيات نوې سرمايه كار شامل شوي دي، د حکومت پام …

ډيووس 19 جنوري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د پاکستان معيشت استحکام او د پرمختګ په لور روان دے٬ د زرمبادله پانګو كښې بهتري راغلې ده او درآمدات لپاره نزدې د دريو مياشتو کور موجود دے كوم چې د معاشي استحکام عکاسي كوي، په کيپټل مارکيټ كښې د يو لك شل زره نه زيات نوې سرمايه كار شامل شوي دي، د حکومت پام د حسابات جاريه د کھاتو استحکام او تل پاتې معاشي پرمختګ پلو دے۔ وفاقي وزير دا خبرې د ګل په ورځ په ډيووس كښې د ورلډ اکنامک فورم په كلنه غونډه كال 2026 په موقع د سعودي عرب خپل همڅنګ محمد الجدعان سره په ملاقات كښې وكړه ۔ په دوه اړخيزه ملاقات كښې دواړو مشرانو د پاکستان په معاشي پيشرفت د خيالاتو څرګندونه وكړه او د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه د اوږدې مودې اقتصادي شراکت داري لا قوي كولو لپاره يې په امكانات هم خبرې وكړې۔ د ملاقات په مهال د سعودي د خزانې وزير محمد الجدعان په پاکستان كښې په اوسنۍ معاشي بهترۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د سعودي عرب د قيادت پاکستان لپاره د پرله پسې او بشپړه مرستې مننه كولو سره د دواړو وروروڼو هېوادونو ترمېنځه د اوږدې مودې او قوي اړيكې رامخې ته كړې۔ سينيټر محمد اورنګزيب د سعودي خپل همڅنګ د مهمو معاشي اشارو نه خبرولو سره ووئيل پاکستان د معيشت استحکام او پرمختګ په لار روان دے۔ د زرمبادله پانګو كښې بهتري راغلې ده او درآمدات لپاره د نزدې د دريو مياشتو کور موجود دے كوم چې د معاشي استحکام عکاسي كوي، په کيپټل مارکيټ كښې د يو لك شل زره نه زيات نوې سرمايه كار شامل شوي دي، د حکومت پام د حسابات جاريه د کھاتو استحکام او تل پاتې معاشي پرمختګ پلو دے۔

مزید خبریں