اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي مېرمنې د هېواد په پرمختګ كښې د ملا تير حېثيت لري او كه اوورسيز پاکستانۍ مېرمنې په زرمبادله ترلاسه كولو كښې موثره كردار ولوبوي نو د پاكستان به د آئي اېم اېف په څېر پروګرامز ته حاجت پاتې نشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ څلورم آل …
كه اوورسيز پاکستانۍ مېرمنې په زرمبادله ترلاسه كولو كښې موثره كردار ولوبوي نو د پاكستان به د آئي اېم اېف په څېر پروګرامز حاجت پاتې نشي۔ هارون اختر خان
اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي مېرمنې د هېواد په پرمختګ كښې د ملا تير حېثيت لري او كه اوورسيز پاکستانۍ مېرمنې په زرمبادله ترلاسه كولو كښې موثره كردار ولوبوي نو د پاكستان به د آئي اېم اېف په څېر پروګرامز ته حاجت پاتې نشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ څلورم آل پاکستان ويمن چيمبرز پريزيډنټس انټرنيشنل کنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ هارون اختر خان ووئيل د مېرمنو صلاحيتونه پالېش كول او دوي په عملي مېدان كښې استعمالولو ته اړتيا ده، د هېواد پرمختګ كښې د مېرمنو په معاشي هلو ځلو كښې شموليت ضروري دے۔ ده د كاروبار په مېدان كښې رامخې ته كېدونكو مېرمنو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل ستاسو منزل اسمان ته رسېدلے دے٬ خپل صلاحيتونه لا زيات كړئ، غربت او دود دستور په لاره كښې خنډان جوړېدو له مه وركوئ او محنت او جذبه خپل شعار جوړ كړئ۔ ده ووئيل حکومت مېرمنې بااختياره جوړولو لپاره بېل اقدامات كوي او د مېرمنو معاشي شموليت نه غېر تل پاتې پرمختګ ممكن نه دے۔ په دې موقع دستورې ته د يو بي جي سرپرست اعليٰ ايس ايم تنوير هم دستورې ته د وېډيو لنك د لارې وېنا وكړه۔











