د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت د چين د سرمايه کارو بشپړ معاونت لپاره عزم لري۔ د رانا تنوير حسين د پاکستان-چين سرمايه کارۍ کنفرنس ته وېنا

اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن چين سره ستراتېژك معاشي شراکت داري لا مستحکمولو لپاره د پاکستان د پوخ عزم پخلي كولو سره وئيلي دي په خاص توګه زراعت او د غذائي تحفظ په څانګو كښې يو سازګار، سپېځلې او سرمايه کار دوست ماحول باوري كوي۔ د ګل په ورځ د پاکستان-چين سرمايه کارۍ کنفرنس ته خپلې وېنا …

اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن چين سره ستراتېژك معاشي شراکت داري لا مستحکمولو لپاره د پاکستان د پوخ عزم پخلي كولو سره وئيلي دي په خاص توګه زراعت او د غذائي تحفظ په څانګو كښې يو سازګار، سپېځلې او سرمايه کار دوست ماحول باوري كوي۔ د ګل په ورځ د پاکستان-چين سرمايه کارۍ کنفرنس ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير رانا تنوير حسېن ووئيل د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت د چين د سرمايه کارو بشپړ معاونت لپاره عزم لري چې پكښې په ريګوليټري چارو كښې سهولت وركول او ټولو اړوندو ادارو سره موثره ربطه كاري شامله ده۔ ده ووئيل د حکومت مقصد يوازې سرمايه کاري ترلاسه كول نه دي بلكې پاکستان يو داسې هېواد جوړول دي چرته چې د چين كمپنۍ د پاکستان شراکت دارو سره په ګډه پرمختګ وكړي، جدت راولي او كامياب شي۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان او چين په ګډه د جدت نوې حدونه سر كولې شي، زرعي ټيکنالوجي بدلولې شي ، غذائي تحفظ مضبوطولې شي او په منطقه كښې معاشي منظرنامې ته نوې شكل هم وركولې شي۔ ده ووئيل جرات، عزم او شريك احترام سره په ګډه مخ په وړاندې تګ ته اړتيا ده۔ رانا تنوير حسېن ووئيل دا كنفرنس يوازې يو سرمايه كاري فورم نه دے بلكې د يو داسې دوستۍ تجديد دے كومه چې د وخت ازمېښتونو سره سمه ده۔ ده ووئيل پاكستان او چين يوازې ستراتېژك شراكتدار نا بلكې آئرن برادرز دي۔

مزید خبریں