اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) قومي اسمبلۍ ته وئيلي شوې چې د بلوچستان پشمول د هېواد په نورو برخو كښې د سړكونو مرمت په باقاعده بنيادونو او معياري ډول كيږي،ايم ټين منصوبه به د پبلك پرائيوټ پارټنرشپ ترمخه ب شپړولې شي،د ټول پلازو څخه ترلاسه كيدونكي وسائل به د سړكونو په مرمت لګولې شي، حکومت د ايم نائن په ځائې اېم ټين روټ جوړ كړې كوم به چې …
د بلوچستان پشمول د هېواد په نورو برخو كښې د سړكونو مرمت په باقاعده بنيادونو او معياري ډول كيږي،ايم ټين منصوبه به د پبلك پرائيوټ پارټنرشپ ترمخه ب شپړولې شي،پارليماني سيکرټري ګل اصغرخان قومي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال ځواب
اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) قومي اسمبلۍ ته وئيلي شوې چې د بلوچستان پشمول د هېواد په نورو برخو كښې د سړكونو مرمت په باقاعده بنيادونو او معياري ډول كيږي،ايم ټين منصوبه به د پبلك پرائيوټ پارټنرشپ ترمخه ب شپړولې شي،د ټول پلازو څخه ترلاسه كيدونكي وسائل به د سړكونو په مرمت لګولې شي، حکومت د ايم نائن په ځائې اېم ټين روټ جوړ كړې كوم به چې د پبلك پرائيوټ پارټنرشپ ترمخه بشپړولې شي۔ د ګل په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سيد رفيع الله د پوښتني په ځواب د مواصلات پارليماني سيکرټري ګل اصغرخان ايوان ته ووئيل اين فائيو او اين 55 حالت خراب دے، مونږ سړكونه جوړوو خو څو كلونه پس د هغې حالت خراب شي، اصل مسئله د ايکسل لوډ ده، موجوده حکومت په ايکسل لوډ عمل درآمد پېل كړې او د هغې ښي نتيجې ترلاسه كيږي،ده ووئيل د سړکونو او سترو لارو تعمير ومرمت د نړيوال معيار له مخې جوړولو هڅي كوو، پاکستان كښې د سړك عمر10 كاله او پل و سرنګانو عمر50 كاله ساتلې كيږي۔د اقبال آفريدي د پوښتني په ځواب ده ووئيل ټوله نړۍ كښې د بارانونو او سېلاب له امله سړكونه خرابيږي،د سړكونو كلن مرمت لپاره فنډز بېليږي،د سړكونو مرمت هم په باقاعده بنيادونو كيږي۔ده وئويل د بلوچستان پشمول په ټول هېواد كښې د سړكونو مرمت د تګلاري له مخې كيږي











