ايډوانسډ انفراسټرکچر نيټ ورك منصوبه د پاکستان ريلوے جديد، محفوظ او مسافر دوست اداره جوړولو پلو انقلابي اقدام دے۔ د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي

اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي وئيلي چې ايډوانسډ انفراسټرکچر نيټ ورك منصوبه د پاکستان ريلوے جديد، محفوظ او مسافر دوست اداره جوړولو پلو انقلابي اقدام دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ اسلام آباد كښې د منصوبے په اړه د يو اعليٰ پائې غونډي مشري كولو سره وكړه۔د غونډي په مهال ډائريکټوريټ آف آئي ټي د اړخه په منصوبے …

اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي وئيلي چې ايډوانسډ انفراسټرکچر نيټ ورك منصوبه د پاکستان ريلوے جديد، محفوظ او مسافر دوست اداره جوړولو پلو انقلابي اقدام دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ اسلام آباد كښې د منصوبے په اړه د يو اعليٰ پائې غونډي مشري كولو سره وكړه۔د غونډي په مهال ډائريکټوريټ آف آئي ټي د اړخه په منصوبے تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ وفاقي وزير له باور وركړې شوي چې رين منصوبے فيز ون به تر جون 2026ء بشپړ كړې شي۔د دې فيز تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دا د پاکستان ريلوے په خپل ريونيو (آمدن) بشپړيږي كوم چې د ادارے د مالي استحکام او خود کفالت علامت دے۔پاکستان ريلوے د تاريخ دې كوټلي ډيجيټلائزيشن منصوبے ترمخه ټولو ټرينونو او انجنو ريئل ټائم جي پي ايس ټريکنګ، پينډۍ ماډل په طرز ټولي لوئ ريلوے سټيشني ’سېف اينډ سمارټ سټيشنز‘ كښې بدلول، منتخب سټيشنو د مسافرو لپاره تند رفتاره انټرنيټ وركول او لاهور هيډ کوارټر پشمول ټول ډويژنز كښې جديد کنټرول سينټري جوړول، اېم ايل ون 1700 کلوميټره اوږد نيټ ورك آپټك فائبر غزولو كار شامل دے

مزید خبریں