د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې پارليماني پلاوې په درې ورځنۍ سركاري دوره بيجنګ ته ورسيد

بيجنګ 19 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې پارليماني پلاوې په درې ورځنۍ دوره بيجنګ ته رسيدلے دے ۔د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ له مخې 5 كسيز پاکستاني پارليماني پلاوې د 19 نه تر 21 جنوري د چين په سرکاري دوره دے،دا دوره د سټينډنګ کمېټي آف نيشنل پيپلز کانګريس چيئرمېن ژاؤ لي جي په خصوصي بلنه كيږي۔د قامي اسمبلۍ وياند له مخې …

بيجنګ 19 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې پارليماني پلاوې په درې ورځنۍ دوره بيجنګ ته رسيدلے دے ۔د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ له مخې 5 كسيز پاکستاني پارليماني پلاوې د 19 نه تر 21 جنوري د چين په سرکاري دوره دے،دا دوره د سټينډنګ کمېټي آف نيشنل پيپلز کانګريس چيئرمېن ژاؤ لي جي په خصوصي بلنه كيږي۔د قامي اسمبلۍ وياند له مخې د بيجنګ په هوائي ميدان د قامي اسمبلۍ سپيکر او پلاوي هركلے وشو۔ د پاکستاني پلاوي بيجنګ ته په رسيدو د اين پي سي غړي اويانګ چانګ چيونګ او ډپټي ډائريکټر جنرل بائي ډينډن هركلے وكړو۔په دې موقع چين كښې د پاکستان سفارتخانےې ناظم الامور اعزاز خان هم موجود ؤ ۔كال 2026 كښې د پاکستاني پارليماني پلاوې د چين دا وړومبۍ دوره ده دا دوره د پاکستان او چين د قوي ملګرتيا څرګندونه ده۔د دورې په مهال به سپيکر سردار اياز صادق د چين پارليماني او سياسي قيادت سره مهم ملاقاتونه كوي۔سپيکر به د اين پي سي چيئرمين ژاؤ لي جي او سي پي پي سي سي چيئرمين وانګ هوننګ سره هم ملاقاتونه كوي۔ ملاقاتونو كښې به پارلماني مرستي او دوه اړخيزه اړيكو ته لا ودي وركولو په اړه د خيالاتو څرګندونه كولې شي ۔ پلاوې به د چين کميونسټ پارټي سکول او کميونسټ پارټي آف چائنا ميوزيم دوره هم كوي۔پلاوي كښې د پاک -چين پارليماني فرينډشپ ګروپ کنوينئر رومينه خورشيد عالم ، د قامي اسمبلۍ غړے محمد نعمان، پارليماني سيکرټري زيب جعفر او د قامي اسمبلۍ غړے مولانا عبدالغفور حيدري شامل دي۔

مزید خبریں