اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) د نېشنل خېبر پښتونخوا ورکشاپ 122 ګډون كوونكو پلاوي چې پكښې ځوانان لارښود، سکالرز، قبائلی مشران او د ټولني د بېلو طبقو سره تعلق لرونكي پیشه وره كسان شامل دي،د پارلیمنټ هاؤس اسلام آباد دورہ وكړه۔د سېنېټ سیکرټريټ چارواكو د پلاوي په پارلیمنټ هاؤس كښې هركلے وكړو۔د سېنېټ سیکرټريټ د اړخه جاري شوي بيان له مخې پلاوي د سېنېټ میوزیم دوره وكړه چرته …
د نېشنل خېبر پښتونخوا ورکشاپ ګډون كوونكو د پارلیمنټ هاؤس اسلام آباد دورہ وكړه
اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) د نېشنل خېبر پښتونخوا ورکشاپ 122 ګډون كوونكو پلاوي چې پكښې ځوانان لارښود، سکالرز، قبائلی مشران او د ټولني د بېلو طبقو سره تعلق لرونكي پیشه وره كسان شامل دي،د پارلیمنټ هاؤس اسلام آباد دورہ وكړه۔د سېنېټ سیکرټريټ چارواكو د پلاوي په پارلیمنټ هاؤس كښې هركلے وكړو۔د سېنېټ سیکرټريټ د اړخه جاري شوي بيان له مخې پلاوي د سېنېټ میوزیم دوره وكړه چرته چې هغوي ته د سېنېټ په تاریخ، قانون سازۍ په مراحل، د سېنېټ په کردار او آئینی ذمه وارو تفصیلی بریفنګ وركړے شو۔پلاوي د سېنېټ هال دوره هم وكړه چرته چې هغوي له د سېنېټ د كار تګلاري او پارلیمانی روایات په اړه معلومات وركړے شول ۔پلاوي دا مطالعاتي دوره يوه موثره، معلوماتی او ګټه وره دوره ګرځولو سره د سېنېټ چارواكو د لارښوني مننه وكړه۔











