اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) د وزیرِاعظم د صنعت او پېداوار په اړه خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي د پاكستان ميرمنو محدود وسائل په موقعو بدلولو سره د هيواد په معيشت كښې يو خاموش خو قوي انقلاب رامخې ته كړے دے٬ كليوالو سيمو څخه تر ښارونو مركزونو مېرمنې په كاروبار ٬ صنعت او تجارت كښې فعاله كردار ترسره كوي او په قومي پرمختګ كښې د وياړ وړ برخه اچوي۔ …
پاكستانو ميرمنو محدود وسائل په موقعو بدلولو سره د هيواد په معيشت كښې يو خاموش خو قوي انقلاب رامخې ته كړے: هارون اختر خان
اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) د وزیرِاعظم د صنعت او پېداوار په اړه خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي د پاكستان ميرمنو محدود وسائل په موقعو بدلولو سره د هيواد په معيشت كښې يو خاموش خو قوي انقلاب رامخې ته كړے دے٬ كليوالو سيمو څخه تر ښارونو مركزونو مېرمنې په كاروبار ٬ صنعت او تجارت كښې فعاله كردار ترسره كوي او په قومي پرمختګ كښې د وياړ وړ برخه اچوي۔ د ګل په ورځ ده په جوائنټ پاکستان۔آذربائیجان وومن انټرپرینیورشپ ډائیلاګ كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔ هارون اختر ووئيل د پاكستان ميرمنو محدود وسائل په موقعو بدلولو سره د هيواد په معيشت كښې يو خاموش خو قوي انقلاب رامخې ته كړے دے۔ ده ووئيل كليوالو سيمو څخه تر ښاروو مركزونو مېرمنې په كاروبار ٬ صنعت او تجارت كښې فعاله كردار ترسره كوي او په قومي پرمختګ كښې د وياړ وړ برخه اچوي۔ ده ووئيل د قائداعظم (رح) وژن نن هم زمونږ لارښودنه كوي او د مېرمنو له شموليت پرته قومي ترقي ممكن نه ده۔ د هارون اختر خان له مخې وزیرِاعظم شهباز شریف مېرمنې د ټولنې معمار او د معيشت اصل محرك ګرځوي۔ خاص مېلمه ووئيل حکومت د مېرمنو معاشی شمولیت ل يوه قامي معاشي تګلاره جوړوي٬ زمونږ پام لرنه يوازې شموليت نه بلكې د مېرمنو مشرتابه ٬ كاروباري پراختيا او نړيوال مسابقت دے۔ ده ووئيل د صنعت او پېداوار وزارت او اسمال اېنډ مېډيم انټرپرائز ډوېلپمنټ اتھارټي د مېرمنو په مشرتابه كښې كاروبار مضبوطولو لپاره عملي ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل اسمېډا مېرمنو ته د تربيې په ترلاسه كولو ٬ لارښوونې ٬ ماركيټ ته لاس رسنې او كاروبار كښې ترقۍ له مرسته كوي او د دې په درې كلنه منصوبه كښې مېرمنو لپاره خصوصي او هدفي ګامونه شامل دي۔ ده ووئېل مېرمنو لپاره اېس اېم اي فنانسنګ سكيمونو كښې آسانۍ رامخې ته كولې شي او په پاكستان كشې په اولني ځل نېشنل وېمن انټرپرینیورشپ پالیسی معارفي كولې شي۔ هارون اختر خان ووئيل د مېرمنو فعاله شموليت سره به پېداوار ٬ برآمدات او معاشي مسابقت زيات شي۔ ده د اسلام آباد وېمن چمېبر او آذربائیجان پاکستان جوائنټ چېمبر ترمينځه همكاري خوشبينه ګرځولو سره ووئيل دې سره به د مېرمنو په مشرتابه كښی تجارت او سرمايه كارۍ ته وده ترلاسه شي۔ هارون اختر خان ووئيل تلپاتي پرمختګ او نړيوال مسابقت لپاره به په معاشي تګلاره كښې د مېرمنو كاروبار ته خاص پاملرنه كول وي۔ ده زياته كړه چې حكومت مېرمنو لپاره د يو سازګار ٬ بشپړ او د نړيوال معيار كاروباري چاپېريال رامخې ته كولو عزم لري











