اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) د پاک هوائي پوځ (پي اے ايف) ډله په ملټی نېشنل فضائي جنګی مشق سپیئرز آف وکټري-2026 كښې ګډون لپاره سعودي عربستان ته ورسيده۔ په اېف-16 بلاک 52 جنګي الوتكو مشتمله د پاك هوائي پوځ ډله هوائي او زمكيزې ډلې سره كنګ عبد العزيز ايئر بېس ته رسېدلې ده۔ د پاك هوائي پوځ وياند له مخې په دې مشق كښې سعودي عرب، پاکستان، فرانس، اټلي، یونان، …
پي اے ايف ډله په ملټي نيشنل فضائي جنګي مشق كښې ګډون له سعودي عرب ته ورسيده
اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) د پاک هوائي پوځ (پي اے ايف) ډله په ملټی نېشنل فضائي جنګی مشق سپیئرز آف وکټري-2026 كښې ګډون لپاره سعودي عربستان ته ورسيده۔ په اېف-16 بلاک 52 جنګي الوتكو مشتمله د پاك هوائي پوځ ډله هوائي او زمكيزې ډلې سره كنګ عبد العزيز ايئر بېس ته رسېدلې ده۔ د پاك هوائي پوځ وياند له مخې په دې مشق كښې سعودي عرب، پاکستان، فرانس، اټلي، یونان، قطر، بحرېن، اردن، برطانیه او امريكا برخه اخلي۔ دا مشق د هوائي ځواكونو ترمينځه همغږي ٬ عمليهمكارۍ ٬ پېشه ور بصيرت او صلاحيت زياتولو له يو مضبوط پلېټ فارم رامخې ته كوي كوم چې د لوې فضائي قوت تعيناتۍ ، د شپې په وخت كښې ایئر آپرېشنز، مربوط آئی اېس آر او په عصري الېکټرانک وارفیئر چاپېريال كښې د كارروائيو اهميت په ډاګه كوي۔ په دې ملټي نېشنل فورم كښې د ګډون د لارې به پاك هوائي پوځ په مشقونو كښې ګډون كوونكو نورو فضائي پوځونو سره همغږۍ ته ودې وركولو سره سره په جنګي چاپېريال كښې خپل عملي چمتوالي ته كتنه وكړے شي۔ د مشق په مهال د عصري ایویونکس او بي وي آر رېنج صلاحیتونو لرونكو اېف-16 بلاک 52 الوتكو پائلټس به د ګډون كوؤنكو فضائي پوځونو پايلوټانو سره سيالي كوي۔ سپیئرز آف وکټري -2026 كښې د پاك هوائي پوځ ګډون سيمه ايزې او نړيوالې عسكري همكارۍ لپاره د پي اے اېف د كلك عزم عكاسي كولو سره سره د دې پېشه ور مهارت او په بېل ډول آزمائشي چاپېريال كښې عصري فضائي ځواكونو سره يو برابر د فعاله كار كولو منلے شوے صلاحيت هم په ډاګه كوي











