اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) ګرد هېواد كښې به د پوليو مخنيوي كمپائن په دوېمه فرورۍ پېل كېږي۔ د نېشنل اېمرجنسي اپرېشن سنټر (اېن اي او سي) لخوا د جاري تفصيلات له مخې سږ كال د پوليو مخنيوي په وړومبني كمپائن كښې به 4 كروړه او د 50 لكه نه زياتو ماشومانو ته د پوليو نه د بچ كېدو څاڅكي وركولې شي٬ د كمپائن په مهال به د …
ګرد هېواد كښې به د پوليو مخنيوي كمپائن په دوېمه فرورۍ پېل كېږي۔ اېن اي او سي
اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) ګرد هېواد كښې به د پوليو مخنيوي كمپائن په دوېمه فرورۍ پېل كېږي۔ د نېشنل اېمرجنسي اپرېشن سنټر (اېن اي او سي) لخوا د جاري تفصيلات له مخې سږ كال د پوليو مخنيوي په وړومبني كمپائن كښې به 4 كروړه او د 50 لكه نه زياتو ماشومانو ته د پوليو نه د بچ كېدو څاڅكي وركولې شي٬ د كمپائن په مهال به د 4 لكه نه زيات پوليو وركرز خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي٬ د اېن اي او سي چارواكو مور پلار ته غږ كړے دے چې خپلو ماشومانو ته د پوليو نه د بچ كېدو حفاظتي ټيكو كورس په وخت بشپړ كړي٬ د پوليو كمپائن په اړه معلومات لپاره په 1166 فون وكرې يا په واټس اېب نمبر 03467776546 رابطه كېدې شي ۔











