ناګپور 19 جنوري (اے پي پي) د هند او نیوزي لینډ كركت ډلو ترمينځه د 5 ټي -20 میچونو سیریز وړومبے ميچ به په 21 جنوري ودربھ کرکټ ایسوسی ایشن سټیډیم، ناګپور كښې كيږي۔سپورټس ویب سائټ له مخې دې څخه وړاندې د دواړو ډلو ترمينځه شوے د درېو ون ډے ميچونو سیریز كښې ميلمه کیوی ډلي كوربه ډلي له په 1-2 سره ماتې وركړې وه ۔ نیوزی لینډ ډله به …
د هند او نیوزي لینډ كركت ډلو ترمينځه د 5 ټي -20 میچونو سیریز وړومبے ميچ به په 21 جنوری کيږي

مزید خبریں
ناګپور 19 جنوري (اے پي پي) د هند او نیوزي لینډ كركت ډلو ترمينځه د 5 ټي -20 میچونو سیریز وړومبے ميچ به په 21 جنوري ودربھ کرکټ ایسوسی ایشن سټیډیم، ناګپور كښې كيږي۔سپورټس ویب سائټ له مخې دې څخه وړاندې د دواړو ډلو ترمينځه شوے د درېو ون ډے ميچونو سیریز كښې ميلمه کیوی ډلي كوربه ډلي له په 1-2 سره ماتې وركړې وه ۔ نیوزی لینډ ډله به د خپلي دورې په مهال د كوربه ډلي په ضد د درېو ون ډے او 5 ټي 20 نړيوالو میچونو سیریز کوي چې پكښې د ون ډے سیریز بشپړ شوے دغسې د 5 ټي ټونټي کرکټ میچونو سیریز به 21 جنورۍ څخه ودربھ کرکټ ایسوسی ایشن اسټیډیم، ناګپور كښې پېل كيږي۔ دويم ټي ټونټي میچ به په 23 جنورۍ رائےپور، دريم میچ به په 25 جنورۍ ګوهاټی ، څلورم به په 28 جنوری وشاکاپټنم دغسې 5م او آخري ټی ټونټی میچ به په 31 جنوری تھیروواناتھاپورام كښې كيږي۔









