د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني كراچۍ كښې په ګل پلازه كښې د اوور لګيدلو په پېښه د غم دړد څرګندونه وكړه

اسلام آباد 18جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني كراچۍ كښې په ګل پلازه كښې د اوور لګيدلو پېښي په نتيجه كښې په شوې قيمتي ځاني زيان د،ګڼ شمير ژوبل كسانو او دكانونو په سوزيدلو د غم دړد څرګندونه كړې ده۔د اتوار په ورځ د سېنېټ سيكرټريټ د اړخه جاري شوې تعزيتي بيان كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل ګل پلازه كښې رامخې ته شوي پېښه د …

اسلام آباد 18جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني كراچۍ كښې په ګل پلازه كښې د اوور لګيدلو پېښي په نتيجه كښې په شوې قيمتي ځاني زيان د،ګڼ شمير ژوبل كسانو او دكانونو په سوزيدلو د غم دړد څرګندونه كړې ده۔د اتوار په ورځ د سېنېټ سيكرټريټ د اړخه جاري شوې تعزيتي بيان كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل ګل پلازه كښې رامخې ته شوي پېښه د افسوس وړ پېښه ده،د كومي په نتيجه كښې چې ګڼي كورنۍ د خپلو خپلوانو څخه محروم شوې دي دغسې ګڼ شمير كسان ژوبل شوې دي۔ده ووئيل په دې پېښه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان ټول قوم غمنجن دے۔سيد يوسف رضا ګيلاني په پېښه كښې په حق رسيلدو كسانو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندوني سره دعا وكړه چې لوے څښتن دې په پېښه كښې په حق رسيدلو كسانو له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔ده د ژوبل كسانو زر روغتيا له هم دعا اوكړه۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل په دې پېښه كښې د ګل پلازه ګڼ شمير دكانونه سوزيدلي دي چې له امله ئې سوداګر لوئ مالي زيان سره هم مخ شوې۔ده په اړوندو ادارو زور راوړو چې په سمدتي توګه ژوبل كسانو له ښه طبي آسانۍ وركړي او د ځپليو هر ممكن مرسته باوري كړي۔

مزید خبریں