اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) د راروانو 24 ساعتو په مهال بره خېبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او کشمير كښې د وريځ نه علاوه په ځيني ځايونو د باران /واوري امكان دے٬ دغسې د هېواد په نورو سيمو كښې به موسم خشك او يخ وي،پنجاب، بره سندھ او خېبر پښتونخوا په ميداني سيمو كښې به دهند/لړه وي۔د موسميات محکمې له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال د هېواد …
د راروانو 24 ساعتو په مهال بره خېبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او کشمير كښې د وريځ نه علاوه په ځيني ځايونو د باران /واوري امكان دے
اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) د راروانو 24 ساعتو په مهال بره خېبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او کشمير كښې د وريځ نه علاوه په ځيني ځايونو د باران /واوري امكان دے٬ دغسې د هېواد په نورو سيمو كښې به موسم خشك او يخ وي،پنجاب، بره سندھ او خېبر پښتونخوا په ميداني سيمو كښې به دهند/لړه وي۔د موسميات محکمې له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم يخ او خشك ؤ ٬ دغسې په غرئيزو سيمو كښې زيات يخ او خشك سره سره وريځ هم وه۔ بره خېبر پښتونحوا او ګلګت بلتستان كښې په ځيني ځايونو كښې باران/واوره شوي۔پنجاب، بره سندھ او د خېبر پښتونحوا په ميداني ضلعو كښې لړه وه ۔تر ټولو زيات باران خېبر پښتونخوا: کالام كښې 01، ګلګت بلتستان: استور، سکردو كښې يو ملي ميټر باران شوے۔د خالي په ورځ ريکارډ كړيے شوے د کم نه كم درجه حرارت : لهه كښې منفي 08، ګوپس كښې منفي 07، بګروټ كښې منفي 06، پاراچنار كښې منفي 04، اسکردو، ګلګت او استور كښې منفي 03 ډګري سينټي ګريډ ريکارډ كړے شوے دے۔











