لاهور 17 جنوري (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق وئيلي قومي اسمبلۍ كښې به د پاکستان،عدليې او پوح په ضد كومي هم خبري كولو اجازه نه شي وركولې،څوك چې هم د ججانو په كردار خبره كوي نو هغه ته به اجازه نه شي وركولې، دا څيزونه په آئين كشې دي او دا زما ذمه واري ده چې زه پارليمان په څه ډول چلوم۔د دې خيالاتو څرګندونه ده …
قومي اسمبلۍ كښې به د پاکستان،عدليې او پوح په ضد كومي هم خبري كولو اجازه نه شي وركولې۔سپيکر اياز صادق
لاهور 17 جنوري (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق وئيلي قومي اسمبلۍ كښې به د پاکستان،عدليې او پوح په ضد كومي هم خبري كولو اجازه نه شي وركولې،څوك چې هم د ججانو په كردار خبره كوي نو هغه ته به اجازه نه شي وركولې، دا څيزونه په آئين كشې دي او دا زما ذمه واري ده چې زه پارليمان په څه ډول چلوم۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نېشنل کالج آف آرټس دورے په موقع ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔دې څخه وړاندې هغه د آرټ ګيلري هم دوره وكړه۔ده ووئيل محمود خان اچکزئي وي يا كوم بل زما لپاره هغوي د پارلمان غړي دي،څوك چې هم د پاکستان مخالف خبره كوي هغه به منع كولې شي۔ده ووئيل چرته هم دا نه دي ليكلې شوي چې د مخالفي ډلي مشر به ودريږي او هغه له به د خبري كولو موقع وركولې شي،كه هغه سمه خبره كوي نو موقع به وركولې شي۔سپيکر ووئيل اپوزيشن به د حکومت محاسبه کوي٬کمېټيو ته دې راشي خپل كار دې وكړي د كوم كولو ته چې اړتيا ده۔د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل زه د وزيراعظم محمد شهباز شريف سره مشاورت کوم خو هغه ما د كوم كار څخه نه منع كوي،مشاورت چې څومره هم زياتو كسانو سره وي هغه ښه وي۔ د مخالفي ډلي مشر نوټيفيکيشن كښې د تاخير په اړه ده ووئيل د دې وجه دا وه چې معامله عدالت كښې وه،څنګه چې عدالت څخه كيس واخستلې شو مونږ نوټيفکيشن جاري کړو۔ده ووئيل مونږ هغوي له مشوره وركولې شو چې پارلمان ته راشي،د هېواد او اولس ښه والي له كار وكړي ځكه چې د پارلمان اصل کار دغه وي۔د قومي اسمبلۍ سپيکر ووئيل وائس چانسلر په بلنه نندارتون له راغلې يم، دا معياري يونيورسټي ده، د دې ځائې زدكونكي عملي ميدان ته ځي او د پاكستان نامه روښانه كوي كوم چې زمونږ لپاره فخر دې۔











