اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) پاکستان د هند په غير قانوني تسلط جموں و کشمير كښې په جوماتونو او د هغې په انتظامي کمېټيو د پروفائلنګ سخته غندنه كولو سره وئيلي چې دا ښكاره مداخلت د مذهبي آزادۍ او د عقيدے د بنيادي حق خلاف ورزي ، مقبوضه سيمي مسلمانانو آبادۍ يرولو او د هغې په شا كولو يو بله جابرانه هڅه ده۔د خارجه دفتر وياند د خالي …
پاکستان په جموں و کشمير كښې په جوماتونو او د هغې په انتظامي کمېټيو د هند د پروفائلنګ سخته غندنه كوي،مذهبي آزادۍ كښې مداخلت دے۔ د خارجه دفتر وياند
اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) پاکستان د هند په غير قانوني تسلط جموں و کشمير كښې په جوماتونو او د هغې په انتظامي کمېټيو د پروفائلنګ سخته غندنه كولو سره وئيلي چې دا ښكاره مداخلت د مذهبي آزادۍ او د عقيدے د بنيادي حق خلاف ورزي ، مقبوضه سيمي مسلمانانو آبادۍ يرولو او د هغې په شا كولو يو بله جابرانه هڅه ده۔د خارجه دفتر وياند د خالي په ورځ جاري شوې بيان كښې وئيلي چې د مذهبي ذمه وارو ذاتي کوائف، عكسونه او مسلکي وابستګو په زبردستۍ معلومات راجمع كول د منظم هراساني مترادف دے د كوم مقصد چې عبادت كونكو كښې ويره پيدا كول او هغوي په خپل مذهب آزادانه عمل څخه منع كول دي۔وياند ووئيل دا اقدامات د قابض هندي حکومت هندوتوا نظريے څخه متاثر اداره جاتي اسلاموفوبيا يوه سلسله ده۔ بيان كښې وئيلي شوې چې جوماتونه او مسلمانان علماﺀ كرام په خاص توګه په نښه كول د هغوي د پاليسيو امتيازي او فرقه وارانه کردار په ډاګه كوي۔ بيان له مخې جموں و کشمير اولس ته د ويري ، جبر او فرق نه غير په خپل مذهب د عمل کولو ناقابلِ تنسيخ حق ترلاسه دے۔ده ووئيل پاکستان د کشميريانو سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوي او د هغوي په ضد د مذهبي ظلم و ستم او عدم برداشت ټولو صورتونو په ضد به خپل غږ پورته كوي۔











