په خاران كښې د امنيتي ځواكونو لويه كارروائي ، د ’فتنة الهندوستان‘12 ترهګر ووژل شول ٬ په پوليس سټيشن د بريد هڅه ناكامه كړې شوه

راولپنڈی ۔16جنوری(اے پی پی) د بلوچستان په خاران ضلع كښې د هند په سرپرستۍ كښې كار كوونكې ترهګرې ډلې د فتنة الهندوستان لخوا په بېنكونو او پوليس سټېشن د بريد هڅه وكړه كومه چې امنهيتي ځواكونو ناكامه كړه۔ د بشپړه كارروايۍ په مهال 12 ترهګر ووژل شول۔ پاك پوځ د دې خبرې پخلې كړې چې د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به آپرېش روان وي۔ د آئي اېس پي آر له …

راولپنڈی ۔16جنوری(اے پی پی) د بلوچستان په خاران ضلع كښې د هند په سرپرستۍ كښې كار كوونكې ترهګرې ډلې د فتنة الهندوستان لخوا په بېنكونو او پوليس سټېشن د بريد هڅه وكړه كومه چې امنهيتي ځواكونو ناكامه كړه۔ د بشپړه كارروايۍ په مهال 12 ترهګر ووژل شول۔ پاك پوځ د دې خبرې پخلې كړې چې د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به آپرېش روان وي۔ د آئي اېس پي آر له مخې په 15 جنورۍ 2026ء په ضلع خاران كښې د ’فتنة الهندوستان نزدې 15 څخه تر 20 ترهګرو يو شمېر كاروايۍ وكړې۔ په سيمه كښې د موجود د هند په سرپرستۍ كښې د ترهګرو خاتمې لپاره کلیئرنس آپریشن جاري دے٬ سکیورټی فورسز او د پاکستان قانون نافذ كوٶنكې ادارې به د نیشنل ایکشن پلان د وفاقي ایپکس کمیټۍ د منظور شوي وژن “عزم استحکام” له مخئ د ترهګرۍ مخنيوي كمپائن په بشپړه طاقت سره جاري ساتي دغسې چې په هېواد كښې په غېر ملكي سرپرستۍ او مرسته د ترهګرۍ د لعنت بشپړه خاتمه وكړې شي

مزید خبریں