شبِ معراج د ايمان، يقين او عبادت عظيم پيغام وركوي۔يوسف رضا ګيلاني

اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې شبِ معراج د نبي علېه السلام ذاتِ اقدس سره تړلے ھغه عظيم الشان شپه ده چې پكښې پروردګار خپل محبوب نبيۖ ته رفعت وركړې او امت اسلامي له يۍ د ايمان، يقين او عبادت عظيم دولت وركړې٬ د شبِ معراج په بابرکته موقع د قام او اسلامي نړۍ په نامه خپل خاص پېغام …

اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې شبِ معراج د نبي علېه السلام ذاتِ اقدس سره تړلے ھغه عظيم الشان شپه ده چې پكښې پروردګار خپل محبوب نبيۖ ته رفعت وركړې او امت اسلامي له يۍ د ايمان، يقين او عبادت عظيم دولت وركړې٬ د شبِ معراج په بابرکته موقع د قام او اسلامي نړۍ په نامه خپل خاص پېغام كښې سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل دا ورځ مونږ ته د پروردګار د قدرت او د نبي علېه السلام د اعلیٰ مقام احساس راكوي۔ ده ووئيل د معراج پېښه د نبي علېه السلام د عظمت، صبر او استقامت ځلنده باب دے چې ورسره اسلامي نړۍ ته دا پېغام ترلاسه كېږي چې د مشکلاتو نه پس آساني او د ازمېښتونو نه پس کاميابي ضرور راځي۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل شبِ معراج د اسلامي نړۍ د وحدت ، ورورولۍ او د احترام درس وركوي۔ ده ووئيل په ننني دور كښې امت ته د رامخې مسئلو حل په دې صورت كښې ممكن دے كله چې مونږ د نبي علېه السلام سيرتِ طيبه او تعليمات د لارې مشال جوړ كړو او اختلاف هېرولو سره د يو بل په غم دړد كښې شريك شو۔ ده خپل پېغام كښې اسلامي نړۍ ته په شبِ معراج مباركي وركولو سره دعا وكړه چي پروردګار دې مونږ ته د نبي علېه السلام په تعليماتو عمل كولو سره امن، اتحاد او سرلوړي نصيب كړي او د دې بابركت شپې په طفېل دې د ګردې نړۍ د مظلوم مسلمانانو مدد او نصرت وكړي

مزید خبریں