اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د سعودي عربستان فرمانروا او خادم الحرمین الشریفین شاہ سلمان بن عبدالعزیز آل سعود زر روغتيا لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده۔ د جمعې په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل ما ته په دې سخته اندېښنه شوې چې خادم الحرمېن الشريفېن شاہ سلمان بن عبدالعزیز آل سعود طبی معائنو لپاره په روغتون كښې داخل دے۔ وزیر اعظم ووئيل د …
د وزيراعظم د خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبد العزيز آل سعود زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه
اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د سعودي عربستان فرمانروا او خادم الحرمین الشریفین شاہ سلمان بن عبدالعزیز آل سعود زر روغتيا لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده۔ د جمعې په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل ما ته په دې سخته اندېښنه شوې چې خادم الحرمېن الشريفېن شاہ سلمان بن عبدالعزیز آل سعود طبی معائنو لپاره په روغتون كښې داخل دے۔ وزیر اعظم ووئيل د پاكستان اولس شاه سلمان ته د قدر او احترام په سترګه ګوري۔ ده ووئيل مونږ د هغه پرله پسې مشرتابه او روغ صحت له لاس په دعا يوو











