اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې قومي پېغام امن كمېټۍ په لږه موده كښی د قومي بيانيې تشكيلولو او په خاص توګه د ترهګرۍ حوالې سره معاملاتو كښې فعاله كردار ترسره كړو٬ د امن پېغام به ټولو هېواد ته رسوو۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د قومي پېغام امن كمېټۍ غړو وزيراعظم سره د ملاقات په مهال خبرو …
قومي پيغام امن كميټۍ په لږه موده كښې فعاله كردار ترسره كړو٬ د امن پيغام به ټول هيواد ته رسوو٬ عطاﺀ تارړ
اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې قومي پېغام امن كمېټۍ په لږه موده كښی د قومي بيانيې تشكيلولو او په خاص توګه د ترهګرۍ حوالې سره معاملاتو كښې فعاله كردار ترسره كړو٬ د امن پېغام به ټولو هېواد ته رسوو۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د قومي پېغام امن كمېټۍ غړو وزيراعظم سره د ملاقات په مهال خبرو كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د وزیراعظم اجازت او منظورۍ سره قومي پېغام امن كمېټي جوړه كړې شوه۔ په دې كمېټۍ كښې بايد د ټولو مكالتب فكر علماﺀ كرام او نوموړي لارښود شامل كړې شي۔ ده ووئيل كمېټۍ په ډېره لږه موده كښې زيات فعاله كردار ترسره كړے دے٬ د قومي بيانيې په تشكيل او په خاص توګه د ترهګرۍ حوالې سره معاملاتو كښې د كمېټۍ كردار د ستائنې لائق دے۔ ده ووئيل د كمېټۍ د مېنډېټ لاندې به صوبائي كمېټۍ او بيا ضلعي كمېټۍ جوړولې شي











