اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف قوم ته اپېل كړے دے چې شب معراج عظيمه روحاني او ايمان لرونكې شپه ده ٬ پاكستان كښی امن ٬ استحكام ٬ پرمختګ او سوكالۍ لپاره دې خصوصي دعاګانې وكړې شي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د معراج شپې په موقع خپل پېغام كښی وزیر اعظم ووئيل پاكستان او ګرده نړۍ كښې …
شب معراج عظيمه روحاني او ايماني شپه ده ٬ پاكستان كښی امن ٬ استحكام ٬ پرمختګ او سوكالۍ لپاره دې خصوصي دعاګانې وكړې شي: د وزيراعظم د شب معراج په موقع پيغام
اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف قوم ته اپېل كړے دے چې شب معراج عظيمه روحاني او ايمان لرونكې شپه ده ٬ پاكستان كښی امن ٬ استحكام ٬ پرمختګ او سوكالۍ لپاره دې خصوصي دعاګانې وكړې شي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د معراج شپې په موقع خپل پېغام كښی وزیر اعظم ووئيل پاكستان او ګرده نړۍ كښې مسلمانانو ته د شب معراج په بابركته موقع د زړه له كومي مباركي وركوم۔ ده دعا وكړه چې پروردګار دې د دې مباركې شپې روحاني قدر او منزلت څخه مسلمانانو ته د استفاده كولو سعادت نصيب كړي۔ وزیر اعظم ووئيل دا ايماني او روحاني اهميت لرونكې شپه ده په كومه كښې چې پروردګار خپل محبوب ته د معراج شرف وركړو٬ دا شپه مونږ ته د ايمان د مضبوطيا ٬ د عبادت د اهميت ٬ صبر ٬ تقوي او پروردګار ته دنزدې كېدو درس راكوي۔ ده ووئيل دا شپه مونږ ته دا پېغام راكوي چې لمونځ د مومن معراج دے او ددې د لارې فرد او ټولنه په روحاني او عملي توګه مضوطيږي۔ ده ووئيل د معراج واقعه دا خبره په ګوته كوي چې د حق په لاره كښې ستونزو او ازمائشونو څخه ورستو د پروردګار لخوا نصرت ضرور راځي۔ ۔ده ووئيل راځۍ چې په سجده پرېوتو سره خپل هېواد لپاره دعا وغواړؤ چې پروردګار دې پاكستان تل لپاره د امن ٬ استحكام٬ پرمختګ او سوكالۍ مركز جوړ كړي او قومي يووالې مضبوطولو سره دې د هېواد او قوم خېر ښېګړې له زمونږ هڅې قبولې كړي











