سينيټ به په اولسي ګټو كښې د مؤثره قانون سازۍ دلارې جمهوري نظام لا مضبوط كړي: د لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني نوي ټاكلي شوي سينيټر عابد شيرعلي سره خبرې

اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني هيله څرګنده كړې ده چې سينيټ به په اولسي ګټو كښې د مؤثره قانون سازۍ دلارې جمهوري نظام لا مضبوط كړي۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر ددې خيالاتو څرګڼدونه نوي ټاكلي شوي سېنېټر عابد شېر علي سره خبرو كښې وكړه چا چې د جمعې په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې ده …

اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني هيله څرګنده كړې ده چې سينيټ به په اولسي ګټو كښې د مؤثره قانون سازۍ دلارې جمهوري نظام لا مضبوط كړي۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر ددې خيالاتو څرګڼدونه نوي ټاكلي شوي سېنېټر عابد شېر علي سره خبرو كښې وكړه چا چې د جمعې په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې ده سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال٬ د سېنېټ په چارو او د قانون سازۍ په عمل خبرې وشوې۔ ده سېنېټر عابد شېرعلي ته د سېنېټ غړي په حېث په سوګند پورته كولو مباركي وركړه او ده لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ سېنېټر عابد شیر علي هم لنډ مهاله صدر لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره د هېواد او قام په ګټه كښې په ګډه د كار كولو عزم پخلے وكړو۔ سېنېټر شیری رحمان هم په ملاقات كښې ګډون وكړو

مزید خبریں