د سي پيك 2.0 لاندې صنعتي همكارۍ او د برآمداتو ودې ته خصوصي پاملرنه كولې شي: د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير

اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی) د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير قېصر احمد شېخ د جمعې په ورځ غونډه كښې د سی پېک فېز۔II لاندې د صنعتي مرستې تفصيلي جاج واغست۔ په غونډه كښې په خصوصي اقتصادي زونز (SEZs) اډانه صنعتي پرمختګ ٬ پاکستان۔چین صنعتی همكارۍ او د سرمايه كارۍ ودې سره په اړوندو چارو بريفنګ وركړے شو۔ د سرمایہ کارۍ بورډ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير …

اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی) د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير قېصر احمد شېخ د جمعې په ورځ غونډه كښې د سی پېک فېز۔II لاندې د صنعتي مرستې تفصيلي جاج واغست۔ په غونډه كښې په خصوصي اقتصادي زونز (SEZs) اډانه صنعتي پرمختګ ٬ پاکستان۔چین صنعتی همكارۍ او د سرمايه كارۍ ودې سره په اړوندو چارو بريفنګ وركړے شو۔ د سرمایہ کارۍ بورډ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل په سی پېک فېز۔II كښې پاکستان۔چین B2B مرسته مركزي حېثيت لري ٬ چې له امله يۍ صنعتی پېداوار، برآمدات كښې زياتوالي او ټېکنالوجی منتقلۍ ته وده وركولو شي۔ ده په ډاګه كړه چې سرمایہ کاری بورډ سی پېک صنعتی همكارۍ لپاره د جوائنټ ورکنګ ګروپ (JWG) پاکستانی لیډ ادارہ ده او سرمايه كارانو ته د هرې ممكنه مرستې وركولو عزم لري۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې د خصوصي اقتصادي زونز شمېره 7 څخه زياتېدو سره 44 ته رسېدلې ده۔ قېصر احمد شېخ ووئيل چې د لېنډ لیز پالېسۍ (BQIP) منظوری سرمايه كارانو لپاره يو مهم سهولت دے چې ورسره به د صنعتي منصوبو رفتار تند شي او كاروبار مصاريف به كم شي۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په ستمبر 2025 كښې پاك – چين B2B کنفرنس وشو په كوم كښې چې 160 څخه زياتې د سرمايه كارۍ او تفاهم يادښتونه لاس ليك شول۔ دا پېشرفت د سي پېك 2.0 لاندې د صنعتي همكارۍ د نوي دور پېل دے۔ وفاقی وزیر ووئيل چې سی پېک 2.0 لاندې صنعتي مرستې ، د برآمدات ودې او د عصري ټېكنالوجۍ منتقلۍ ته خصوصي پاملرنه كولې شي او بورډ آف انوېسټمنټ سرمایه کار دوست چاپېريال باوري كولو له پرله پسې اقدامات كوي

مزید خبریں