سيد يوسف رضا ګيلاني سره د تاجرانو ٬ سرمايه كارانو ٬ صنعتكارو او كاروباري څانګې سره د پيوستون لرونكو نوموړو شخصياتو پلاوي ملاقات

اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني سره د تاجرانو ٬ سرمايه كارانو ٬ صنعتكارو او كاروباري څانګې سره پيوستون لرونكو د هېواد نوموړو شخصياتو پلاوي په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخې په ملاقات كښې د هېواد په مجموعي معاشي صورتحال ٬ تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ كاروباري هلو ځلو او بېلو څانګو ته په …

اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني سره د تاجرانو ٬ سرمايه كارانو ٬ صنعتكارو او كاروباري څانګې سره پيوستون لرونكو د هېواد نوموړو شخصياتو پلاوي په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخې په ملاقات كښې د هېواد په مجموعي معاشي صورتحال ٬ تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ كاروباري هلو ځلو او بېلو څانګو ته په پېښو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په پلاوي كښې احسن بھټی، هارون ناصر، عمر حسین، اوېس خټک، حاتم طبانی، شاهد خان، شعیب ظفر، عامر اقبال، حمزہ رحمان، عثمان شوکت، نجم سحر او نورو شامل وو۔ د پلاوي غړو لنډ مهاله صدر په پاكستان كښې تجارت ٬ صنعت او د سرمايه كارۍ څانګو ته پېښو چېلنجونو په اړه خبر كړو او كاروباري فعاليتونو ته وده وركولو له يۍ خپل وړاندېزونه وركړل۔ په دې موقع خپلو خبرو كښی لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني وويل تاجر، سرمایه کار او صنعت کار د هېواد په معاشي بهترۍ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده په تاجرانو او سرمايه كارانو زور راوړو چې هغوي دې د كاروباري فعاليتونو وده كښې فعاله كردار ترسره كړي دغسې چې معيشت مضبوط شي او هېواد د سوكالۍ او پرمختګ په لاره روان شي۔ لنډ مهاله صدر د پلاوي د وړاندېزونو ستائنه كولو سره ددې عزم څرګندونه وكړه چې حكومت به د كاروباري ورورولۍ مسئلې حل كولو او سرمايه كارۍ ته وده وركولو له هره ممكنه مرسته دوامداره ساتي۔

مزید خبریں