کوئټه۔ 16 جنوری (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی او د بلوچستان اعلی وزير مير سرفراز بګټي د فرنټیئر کور بلوچستان (نارتھ) هېډ کوارټر دوره وكړه۔ په دې موقع د اېف سي بلوچستان نارتھ يوې چمتؤ ډلې وفاقي وزير او اعلی وزير ته سلامي وړاندې كړه۔ آئی جی فرنټیئر کور بلوچستان نارتھ مېجر جنرل عاطف مجتبیٰ وفاقي وزير محسن نقوی او اعلی وزير میر سرفراز بګټي …
د وفاقي وزير محسن نقوي او د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي د فرنټيئر كور بلوچستان (نارتھ) هيډ كوارټر دوره ٬ په صوبه كښې امن په ځايې كولو له د قدر وړ كردار ستائنه
کوئټه۔ 16 جنوری (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی او د بلوچستان اعلی وزير مير سرفراز بګټي د فرنټیئر کور بلوچستان (نارتھ) هېډ کوارټر دوره وكړه۔ په دې موقع د اېف سي بلوچستان نارتھ يوې چمتؤ ډلې وفاقي وزير او اعلی وزير ته سلامي وړاندې كړه۔ آئی جی فرنټیئر کور بلوچستان نارتھ مېجر جنرل عاطف مجتبیٰ وفاقي وزير محسن نقوی او اعلی وزير میر سرفراز بګټي سره سینئر افسران معارفي كړل۔ وفاقي وزير او اعلی وزير د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادرونه واچول او فاتحه خواني يۍ وكړه۔ دوئي د شهيدانو لوړو درجو له دعا اوكړه او د هغوي ځانګړې قربانيو ته يۍ د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ په دې موقع آئی جی اېف سی بلوچستان د نارتھ فورس تربیې ، آپرېشنل تیاریانو او پېشه ورو صلاحيتونو په اړه بريفنګ وركړو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او اعلی وزير مير سرفراز بګټي په صوبه كښې امن په ځاې كولو له د فرنټيئر كور بلوچستان نارتھ د قدر وړ كردار وستائلو۔ محسن نقوی ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د اېف سي بلوچستان نارتھ قربانۍ د هېرولو نه دي او امن په ځاې كولو له د هغوي خذمت د تاريخ يو ځلنده باب دے۔ وفاقي وزير ووئيل د فتنة الهندوستان ختمولو له د فرنټیئر کور بلوچستان نارتھ د افسرانو او ځوانانو قربانۍ به تل ياد ساتلې شي۔ په دې موقع چيف سېكرټري بلوچستان او آئي جي بلوچستان پوليس هم موجود و۔











