امنيتي ځواكونو خاران كښې د دښمن د لويې كارروايۍ هڅه ناكامه كړه ٬ ډاكټر طارق فضل چوهدري

اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدری وئيلي دي دښمن په خاران كښې په لويه پېمانه د بريد هڅه كوله خو د امنيتي ځواكونو چمتو او بېداره پاتې كېدو سره د هغوي منصوبه هم هغلته ناكامه كړه۔ د جمعې په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ اېكس خپل بيان كښې هغه ووئيل په 40 ترهګرو مشتمل نېټ ورك ٬ په كوم كښې چې …

اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدری وئيلي دي دښمن په خاران كښې په لويه پېمانه د بريد هڅه كوله خو د امنيتي ځواكونو چمتو او بېداره پاتې كېدو سره د هغوي منصوبه هم هغلته ناكامه كړه۔ د جمعې په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ اېكس خپل بيان كښې هغه ووئيل په 40 ترهګرو مشتمل نېټ ورك ٬ په كوم كښې چې زياتره بهرني وو ٬ د پاكستان د محافظينو په وړاندې ولاړ پاتي نه شول۔ ده ووئيل 12 ترهګر خپل انجام سره مخ شول٬ 3 ترهګر د قانون منګلو ته وسپارلے شول ٬ بلخوا زمونږ مېرني افسران او ځوانان د ژوبل كېدو باوجود له خپل محاذ څخه شاته نه شول۔ د لېفټېننټ کرنل او مېجر په ژوبل حالت كښې مشري كوله او دا دې خبرې ثبوت دے چې دا يوازې آپرېشن نه بلكې د عزم جنګ دے۔ ده ووئيل دا كارروائي يو ښكاره پېغام دے چې د پاكستان په خاوره د ترهګرۍ هڅو له ځائے نشته ٬ د امنيتي ځواكونو قربانۍ او پېشه ور صلاحيت د قام د باور بنياد دے۔ ده زياته كړه چې دښمن كه داخلي وي يا بهرنے٬ په ضد به يۍ بشپړه او پرېكنده كارروائي كولې شي۔

مزید خبریں