اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی) د پوليو مخنيوي لپاره د وزيراعظم فوكل پرسن عائشه رضا فاروق په جنيوا كښې د ډبليو ايچ او ډارېكټر جنرل ډاكټر ټيډروس سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پوليو په موجوده صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د قومي اېمرجنسي آپرېشن سېنټر (نېشنل ای او سی) لخوا په جاري شوي بيان كښې ووئيل شول عائشه رضا فاروق د پوليو ختمولو كښې په پرله پسې مرسته …
د پوليو مخنيوي لپاره د وزيراعظم فوكل پرسن عائشه رضا فاروق په جنيوا كښې د ډبليو ايچ او ډي جي ډاكټر ټيډروس سره ملاقات ٬ د پوليو په موجوده صورتحال د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی) د پوليو مخنيوي لپاره د وزيراعظم فوكل پرسن عائشه رضا فاروق په جنيوا كښې د ډبليو ايچ او ډارېكټر جنرل ډاكټر ټيډروس سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پوليو په موجوده صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د قومي اېمرجنسي آپرېشن سېنټر (نېشنل ای او سی) لخوا په جاري شوي بيان كښې ووئيل شول عائشه رضا فاروق د پوليو ختمولو كښې په پرله پسې مرسته د ډبليو اېچ او د ډي جي ډاكټر ټېډروس مننه وكړه۔ دې د پوليو په ختمولو كښې ترلاسه شوې كاميابۍ دوامدارې ساتلو له د پی اي آئي ۔اي پي آئي هم آهنګي تندولو خواست سره پاكستان څخه سږ كال 2026 كښې د وائرس په بشپړه توګه د ختمولو هدف پخلے وكړو۔ ډاكټر ټېډروس په پاكستان كښې د پوليو ختمولو لپاره په اقدامات د ډبليو اېچ او د بشپره مرستې باور وركړو











