اسلام آباد۔16جنوری (اے پي پي)د وزیراعظم د صنعت و پیداوار په اړه خاص مرستيال هارون اختر خان سره د پاکستان نامتو صنعتکار او بزنس لیډر ایس ایم تنویر سره د خپل پلاوي ملاقات وكړو ۔ ملاقات كښې د هېواد په معاشي پالیسیو او په موجودہ اقتصادي صورتحال تفصیلي خبرې وشوې ۔ د صنعت و پیداوار وزات د اړخه جاري بیان تر مخه په دې موقع هارون اختر خان ووئېل د …
د وزیراعظم د صنعت و پیداوار په اړه خاص مرستيال سره د صنعتکار ایس ایم تنویر د خپل پلاوي سره ملاقات، معاشي پالیسیو، په اقتصادي صورتحال خبرې
اسلام آباد۔16جنوری (اے پي پي)د وزیراعظم د صنعت و پیداوار په اړه خاص مرستيال هارون اختر خان سره د پاکستان نامتو صنعتکار او بزنس لیډر ایس ایم تنویر سره د خپل پلاوي ملاقات وكړو ۔ ملاقات كښې د هېواد په معاشي پالیسیو او په موجودہ اقتصادي صورتحال تفصیلي خبرې وشوې ۔ د صنعت و پیداوار وزات د اړخه جاري بیان تر مخه په دې موقع هارون اختر خان ووئېل د وزیراعظم شهباز شریف په قیادت كښې هېواد په معاشي ترقۍ كښې ښكاره ښه والے راغلے ۔ ده ووئېل د نوې صنعتي پالیسۍ تر مخه صنعتي پرمختګ به تندولې شي او د وزیراعظم وژن تر مخه د صنعتونو ودې لپاره مؤثر او عملی پالیسۍ جوړولې شي ۔ ده ووئېل سمال اینډ میډیم انټرپرائزز (ایس ایم ایز) ودې سره به د روزګار پراخه موقعې راپیدا شي او د ځوانانو روزګار، مهارتونو او د سکل ډیولپمنټ ته خاص پام لرنه كولې شي ۔ ده ووئېل په صنعتي ترقۍ كښې د پاکستان انډسټریل ډیویلپمټ کارپوریشن کردار له فعاله جوړولې شي دغسې چې صنعتونو ته ادارہ جاتي معاونت وركړے شي۔هارون اختر خان ووئېل حکومت د شخصی څانګې سره په ګده معاشي استحکام لپاره عملي اقدامات کوي او د صنعتونو لپاره سازګار کاروباري ماحول وركړے كېږي ۔ د ده وېنا وه چې صنعتي ترقۍ څخه به نه يوازې برآمدات زيات شي بلکې د روزګار نوې موقعې به هم راپیدا شي











