د اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه ٬ د انډونيشيا د صدر د پاكستان دورې څخه وروستو د روغتيا په څانګه كښې په مرسته د روان پيش رفت جاج واغستے شو

اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی) نائب وزیرِ اعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د جمعې په ورځ دلته د انډونيشيا د صدر پرابووو سوبیانتو د تېر كال دسمبر كښې د پاكستان دورې څخه وروستو د پېشرفت جاج اغستلو لپاره د بېن الوزارتي غونډې مشري وكړه۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د روغتيا په څانګه كښې د پاكستان او انډونيشيا ترمينځه په …

اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی) نائب وزیرِ اعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د جمعې په ورځ دلته د انډونيشيا د صدر پرابووو سوبیانتو د تېر كال دسمبر كښې د پاكستان دورې څخه وروستو د پېشرفت جاج اغستلو لپاره د بېن الوزارتي غونډې مشري وكړه۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د روغتيا په څانګه كښې د پاكستان او انډونيشيا ترمينځه په مرسته د شوي پېشرفت جاج واغستے شو۔ نائب وزیرِ اعظم انډونیشیا سره اړيكو ته د لا پراختيا وركولو په اهميت زور راوړو۔ په غونډه كښې د روغتيا وزير ٬ د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوہ او د قومي روغتيا وزارت ٬ پاكستان ميډيكل اېنډ ډېنټل كونسل ٬ اوورسيز اېمپلائمنټ كارپورېشن او د اوورسيز پاكستاني او بشري وسائلو ترقۍ وزارت اعلی چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں