په ملاقات كښې تجارت او سرمايه کاري، دفاعي مرسته او په نورو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه۔د خارجه دفتر وياند اسلام آباد15جنوري (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي ديصدرِ مملکت آصف علي زرداريد بحرين په سركاري دوره دے او په دې موقع يې په په منامه كښې د بحرين شاه حماد بن عيسيٰ الخليفه سره ملاقات كړے چې پكښې تجارت او سرمايه …
په ملاقات كښې تجارت او سرمايه کاري، دفاعي مرسته او په نورو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه۔د خارجه دفتر وياند
اسلام آباد15جنوري (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي ديصدرِ مملکت آصف علي زرداريد بحرين په سركاري دوره دے او په دې موقع يې په په منامه كښې د بحرين شاه حماد بن عيسيٰ الخليفه سره ملاقات كړے چې پكښې تجارت او سرمايه کاري، دفاعي مرسته، بحرين كښې د مېشته پاكستاني ورورولۍ خېرښګړې او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند ووئيل دا دوره د پاکستان او ورور خليجي هېواد بحرين ترمېنځه د اوږدې مودې مرسته لا قوي كولو سره سره تجارت او اقتصادي شراکت دارۍ، دفاع او سلامتيا او د اولس اولس سره په رابطو كښې د مرستې نوې موقعې راپېدا كولو په غرض كېږي۔ وياند ووئيل نائب وزيراعظم و سينيټر محمد اسحاق ډار تېره اوونۍ كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل په 22مه غېر معمولي غونډه كښې د پاكستان د پلاوي مشري كړې٬ دا غېر معمولي غونډه د صوماليه په منطقه كښې د صومالي لينډ په اړه شوې٬ وياند ووئيل نائب وزيراعظم د اسرائيل لخوا د صومالي لينډ منطقه غېر قانوني او په غير آئيني توګه د تسليمېدو او د دې نه پس د يو عهدېدار د بلاجواز او انتهائي اشتعال انګيز دورې غندنه وكړه ۔ هغه دا اقدامات د صوماليه په نړيواله كچه په تسليم شوو پولو نېغ په نېغه بريد وګرځولو۔ وياند ووئيل نائب وزيراعظم د او آئي سي د اصولي موقعف او د جمو و كشمير مسئلې حل لپاره د پرله پسې ملاتړ ستائنې كولو سره په او آئي سي زور راوړو چې ھغوي د جمو و كشمير اولس ته د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره هڅې لا تندي كړي۔











