منامه15جنوري (اے پي پي) د صدر مملکت آصف علي زرداري په درناوي كښې د بحرين فرمانروا شاه حمد بن عيسيٰ الخليفه د ماسپخين مېلمستياﺀ وركړه ٬ د ماسپخين مېلمستياﺀ دستوره د صدر مملکت د څلور ورځنۍ سركاري دورې په مهال د زيارت په ورځ وشوه ۔ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت سره (لور) وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري هم موجود وه٬ شاه …
صدر مملکت آصف علي زرداري په درناوي كښې د بحرين فرمانروا شاه حمد بن عيسيٰ الخليفه د ماسپخين مېلمستياﺀ
منامه15جنوري (اے پي پي) د صدر مملکت آصف علي زرداري په درناوي كښې د بحرين فرمانروا شاه حمد بن عيسيٰ الخليفه د ماسپخين مېلمستياﺀ وركړه ٬ د ماسپخين مېلمستياﺀ دستوره د صدر مملکت د څلور ورځنۍ سركاري دورې په مهال د زيارت په ورځ وشوه ۔ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت سره (لور) وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري هم موجود وه٬ شاه حمد بن عيسيٰ الخليفه صدر مملکت ته شاهي اصطبل كښې ولرخالص عربي نسل اسونه هم وښودل٬ د نجي اصطبل د خاص دورې په مهال صدر مملکت د نړۍ د ناٶياته (نوموړو) اسونو معائنه وكړه۔ صدر مملکت ته ووئيل شول د اسونو ورثې د ځانګړي سرپرست په حېث شاه حمد بن عيسيٰ الخليفهد قديم بحريني نسلونو د تحفط په ذاتي توګه نګراني كوي چې پكښې الدهمه، کوهيلات الجلابيه او کوهيلات الافاص شامل دي٬دا نسلونه د خپل ’’اصيل‘‘ حيثيت په توګه معروف او د خپل رفتار، ذهانت او خاص چمکدار حسن لپاره پېژندلې كېږي۔ صدر مملکت آصف علي زرداريد ناٶياته نسلونو تحفظ لپاره د شاه حمد بن عيسيٰ الخليفهد مخلصانههلو ځلو ستائنه وكړه۔ ده ووئېلعربي النسل اسونه د پاکستان او بحريند مشتركه كلتوري او اسلامي ورثه كښې يو مهم او مقدس مقام او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اوږدې مودې او د قوي اړيكو علامت دي٬ په زړه پورې او د اخلاص په ماحول كښې د ماسپخين په مېلمستياﺀ كښې د بحرين د شاهي كورنۍ سينېر غړو او د لوړې كچي غړٶ او د اعلٰې كچ پاكستاني پلاوي ګډون وكړو











