وفاقي وزير رانا تنوير حسين په ګلوبل فورم فار فوډ اينډ ايګريکلچر 2026 كښې ګډون

برلن 15 جنوري (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په المان كښې ګلوبل فورم فار فوډ اينډ ايګريکلچر (جي اېف اېف اے) 2026 ګډون لپاره برلن ته رسېدلے دے ٬ جي اېف اېف اے د (14 نه 17 جنوري) په برلن كښې كېږي۔ د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارتِ له مخې دا فورم هر كال په المان كښې د خوراك او …

برلن 15 جنوري (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په المان كښې ګلوبل فورم فار فوډ اينډ ايګريکلچر (جي اېف اېف اے) 2026 ګډون لپاره برلن ته رسېدلے دے ٬ جي اېف اېف اے د (14 نه 17 جنوري) په برلن كښې كېږي۔ د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارتِ له مخې دا فورم هر كال په المان كښې د خوراك او زراعت د وفاقي وزارت په اهتمام كښې كېږي چې پكښې نړيوال مشران غذائي تحفظ، پائيدار زراعت، جدت او د موسمياتي استحکام ودې لپاره په مرسته د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د فورم په موقع وفاقي وزير رانا تنوير حسين د قازقستان د زراعت نائب وزير عزت سلطانوف سره ملاقات كړے، چې پكښې د زراعت او غذائي تحفظ په څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته لا مستحكم كولو لپاره خبرې وشوې۔ په دې موقع د پاکستان پلاوي د داسې عملي شراکت دارو په ضرورت زور راوړو چې پكښې پيداوار كښې اضافه، موسمياتي لچك او د ويليو چين پرمختګ له مرستياله وي ۔ دغسې د قازقستان لخوا اړوندو ادارو او په تكنيكي كچه د منظم مرستې د لارې روابطو ته په پراختيا د آمادګۍ څرګندونه وكړه

مزید خبریں